
فاریاب کې پر نشهيي توکو د روږدو کسانو د راټولولو کمپاین پیل شوی
د فاریاب روغتیايي چارواکي او له نشهيي توکو سره د مبارزې مدیریت مسوولان وايي چې د یاد ولایت مرکز میمنې ښار کې یې پر نشهيي توکو د روږدو کسانو د راټولو کمپاین پیل کړی دی. د فاریاب د روغتیا رییس له دیني عالمانو غواړي چې د نشهيي توکو د زیانونو په اړه خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي.














