د کندوز پاسپورټ مدیریت په دوو میاشتو کې ۳۵میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

د کندوز د پاسپورټ عمومي مدیریت مسوولان په وروستیو دوو میاشتو کې د دغې ادارې د عوایدو له ډېروالي څخه خبر ورکوي او وايي، د کندوز پاسپورټ عمومي مدیریت د فعالیت له پیل څخه تراوسه یې نږدې ۶۰۰۰ نوي پاسپورټونه وېشلي دي. د نوموړي په وینا، په وروستیو دوو میاشتو کې ۶۰۰۰ نوي پاسپورټونه چاپ او وېشلي چې دغه بهیر په عادي ډول روان دی.

بښنې سازمان: اسلامي امارت دې تمنا پریاني او پروانه ابراهیم‌خېل خوشې کړي

د بښنې نړیوال سازمان په کابل کې د دوو معترضو ښځینه فعالانو تمنا زریاب پریاني او پروانه ابراهیم‌خیل د ناڅرګند برخلیک په اړه چې ویل کېږي د اسلامي امارت له‌خوا نیول شوي، اندېښنه ښودلې او له اسلامي امارت څخه یې غوښتي چې د دغه مېرمنو د نیولو په صورت کې هغوی دې د کوم شرط پرته ژر تر ژره خوشي کړي.

امیرخان متقي په اوسلو کې له فرانسوي چارواکو سره لیدلي

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت د اسیا- پاسفیک څانګې له رییس برټر انډ لوتهوري او د سوېلي اسیا څانګې له رییس ډیمین سره د ناروې هېواد په اوسلو کې لیدلي دي.

اسلامي امارت د اوسلو غونډه له لاسته‌راوړنو ډکه بولي

د روانې اوونۍ د یکشنبې پر ورځ د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې د افغانستان په تړاو درې ورځنۍ غونډه جوړه شوې وه چې د اسلامي امارت پلاوي هم په‌کې ګډون کړی دی.

په یاده ناسته کې له افغانستان سره پر بشري مرستو، ښوونې او روزنې، بشري حقونو، روغتیا او د امریکا له لوري د افغانستان څه باندې ۹ میلیارده ډالرو په ارزښت د ګنګل شویو شتمنیو پر ازادېدو خبرې اترې شوي دي.

بلنکېن له خپل قطري سیال سره له افغانستانه د تخلیې بهیر پر بیا پیل غږېدلی

د امریکا او قطر د بهرنیو چارو وزیرانو له افغانستان څخه د امریکايي وګړو او د افغان همکارانو د اېستلو بهیر د بیا پیل په اړه خبرې کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د انتوني بلنکېن او د قطر د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمان ال‌ثاني دغه خبرې پرون په خپله لیدنه کې کړې دي.

د غزني اوسېدونکي د خپلو کورونو روښانولو لپاره برښنا شرکت ته پیسې راټولوي

غزني ولایت د برښنا، اوبو، سړک او امنیت له اړخه په دې وروستیو څو کلونو کې نسبتآ د هېواد له محرومو ولایتونو څخه شمېر کېږي. د ازبکستان هېواد وارداتي برېښنا شاوخوا ۴ کاله وړاندې غزني ته ونښلول شوه چې د غزني ښار ځينې پلاني سیمې له دغې برښنا څخه برخمنې شوې.

بښنې نړیوال سازمان: اسلامي امارت دې د نجونو ښوونځي پرانیزي

بښنې نړیوال سازمان ویلي چې افغانستان کې نجونې له څو میاشتو راهیسې ښوونځي ته د تلو اجازه نه لري او د زده‌کړو له بنسټیز حق څخه محرومې شوې دي. د بښنې نړیوال سازمان ټينګار کړی، سربېره پر دې چې په ملي او نړیواله کچه فشارونه راوړل کېږي، خو تراوسه د اسلامي امارت له لوري نجونو ته د زده‌کړو اجازه نه ده ورکړل شوې.

لوګر کې د ناقانونه فعالیتونو له امله ۲۰درملتونونه تړل شوي

د لوګر د عامې روغتیا ریاست مسوولان وایي، په مرکز پل‌علم او یوشمېر ولسوالیو کې له درملتونونو او معاینه‌خانو څخه یې څارنه پیل کړې او ګڼ‌شمېر درملتونونه او معاینه‌خانې یې د ناقانونه او نامعیاري فعالیتونو له امله تړلي دي. روغتیایي مسوولان ټینګار کوي چې د تاریخ تېرو درملو د راټولولو او د ناقانونه روغتیايي مرکزونو د تړلو بهیر به روان وي.

ناروې ناسته کې د افغانستان هوساینې لپاره پر ګډ کار ټينګار شوی

د ناروې په پلازمېنه اسلو کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي په مشرۍ د اسلامي امارت پلاوي، افغان سیاستوالو، مدني فعالانو او د امریکا او اروپا استازو ترمنځ ناسته ترسره شوه. د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په خپل ټویټر پاڼه کې لیکلي چې د دې غونډې ګډونوالو د هېواد د اوسني وضعیت په اړه بحث او خبرې کړي.

ناپېژانده وسله‌والو تخار کې د اسلامي امارت یو سرتېری په ډزو وژلی

تخار کې یوې امنیتي سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي سلام‌وطندار ته وویل، د اسلامي امارت یو تن سرتېری ګلبدین چې په صداقت مشهور و، د دغه ولایت د مرکز تالقانو ښار په زرګري سیمه کې د ناپېژانده وسله‌والو له خوا په ډزو وژل شوی دی.