د کونړ ځنګلونو کې د اورلګېدنې خبرونه ناسم دي

د کونړ محلي چارواکي وايي چې د دغه ولايت په ځنګلونو کې د تازه اور لګېدنې په اړه خپاره شوي خبرونه ناسم دي.

ولایت مقام په يوې خبرپاڼه کې د والي محمدقاسم خالد له قوله ويلي چې څه موده وړاندې د چپې درې، شيګل او ناړۍ ولسواليو په يوشمېر ځنګلونو کې د اور لګېدنې پېښې رامنځته شوې وې چې ځایي مسوولانو او ولسي خلکو په ګډه همکارۍ مهار او مړ شوی دی.

د ملګرو‌ملتونو راپور: افغانستان ښايي د نړیوال تروریزم پر مرکز بدل شي

ګارډین ورځپاڼې راپور ورکړی چې واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته، افغانستان د القاعده شبکې لپاره پر یوه امن پټن‌ځای بدل شوی او په یاد هېواد کې په ازاده توګه فعالیت کوي چې په راتلونکې کلونو کې به له لرې لارې د بریدونو توان ولري. ګارډین د ملګرو ملتونو د غړیو هېوادونو له لوري د معلوماتو پربنسټ د جوړ شوي راپور له قوله ویلي، د القاعده فعالیتونه به د افغانستان امنیت وګواښي.

نړیوال بانک افغانستان کې د ۷۹۳ میلیونه ډالرو په ارزښت درې پروژې تصویب کړې

نړیوال بانک اعلان کړی چې د افغانستان د بیا رغونې لپاره د مدیریت صندوق سره یې د ۷۹۳ میلیونه ډالرو په ارزښت درې پروژې چې په‌کې کرنه، روغتیا او د خلکو د لومړنیو اړتیاو پوره کول شامل دي، تصویب کړي دي. نړیوال بانک یوې خبرپاڼه کې ویلي، دغه پروژې به د ا.آ له کنټرول پرته، د ملګرو‌ملتونو د بنسټونو او نادولتي سازمانو له لوري پلې کېږي.

ټي‌ټي‌پي له پاکستان حکومت سره تر نامعلومې نېټې اوربند غځولی

د پاکستاني طا لبانو تحریک یا ټي‌ټي‌پي د کابل په کوربه‌توب د پاکستان له حکومت سره تر نامعلومې نېټې اوربند غځولی دی.

د ټي‌‌ټي‌پي له لوري په یوې ویناپاڼه کې ویل شوي چې د ا.ا په منځګړیتوب یې پاکستان څخه کابل ته له ورغلې جرګې سره تر پرمختګ وروسته د اوربند د غځولو پرېکړه کړې ده.

ا.ا د نورستان ځنګله کې د اور وژنې لپاره له چین د مرستې غوښتنه کړې

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین شېرمحمد عباس ستانکزي پرون پنچ‌شنبه په کابل کې د چین له شارژدافیر دینګ ینان سره کتلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې په دغه لیدنه کې د افغانستان او چین د ژورو تاریخي اړیکو، ګاونډیتوب، دوه اړخیزه همکارۍ او د نیمه بشپړو پروژو پر بیا پیل خبرې شوې دي.

د ډیبورا لاینز او د قزاقستان د ولسمشرکتنه؛ ا.ا: د هېوادونو اندېښنو لپاره خبرو ته اماده یوو

د قزاقستان رسنیو په دې وروستیو کې راپور ورکړی چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې ډیبرا لاینز او ورسره مل پلاوی یې د دغه هېواد له جمهوررییس قاسم جومر توقایف سره کتلې. د دې لېدنې اصلي موخه د افغانستان وضعیت ارزول، له ترهګرۍ سره مبارزه او په افغانستان کې د اروپايي ټولنې او د منځنۍ اسیا د هېوادونو د ځانګړو استازو ترمنځ د دوه ورځې مخکې د غونډې پر پایلو بحث بلل شوې ده.

غزني کې یو غږیز کتابتون پرانستل شو

په غزني ولایت کې نن یو غږیز کتابتون پرانستل شو. د دغه کتابتون بنسټ‌ اېښودونکي چې ډېری یې ځوان نابینایان دي، سلام‌وطندار ته ویلي، د فیزیکي کتابتون په پرتله غږیز کتابتون ډېرې اسانتیاوې لري.

د هند د بهرنیو چارو وزارت یو پلاوی کابل ته راغلی

د هند د بهرنیو چارو وزارت یو پلاوی افغانستان ته د بشري مرستو د لېږد بهیر د څارنې په موخه کابل ته راغلی دی. د هند د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې ټاکل شوې دغه پلاوی اسلامي امارت سره د نوي ډیلي د مرستو په اړه خبرې وکړي.