د ا.ا د چارواکو پر سفر د بندیز معافیت پای ته رسېدل؛ هیدر بار: باید ونه‌غځول شي

نن د جون ۲۰مه د اسلامي امارت د مشرانو پر سفر د بندیز معافیت نېټه پای ته ورسېده. د امریکا مخکیني ولسمشر ډونالډ ټرامپ ۲۰۱۹ کال کې د افغان سولې خبرو کې د ا.ا د ګډون لپاره د دوی د مشرانو پر سفر لګېدلي بندیزونه لرې کړل. د دغه معافیت پربنسټ، د ا.ا د ۴۱ مشرانو له ډلې یوازې ۱۴ یې د دوحې د سولې خبرو کې د ګډون حق درلود.

روزګان کې یوه شرکت د کاري زمینې د برابرولو په پلمه له خلکو میلیونونه افغانۍ اخیستي

افغان نورموتکي شرکت نږدې دوه میاشتې کېږي چې په روزګان کې فعالیت کړی او ځوانانو ته د سوداګرۍ په برخه کې د کاري فرصتونو د برابرولو په موخه فعالیت کوي چې تراوسه ورسره څه باندې ۳۰۰ کسانو نوملیکنه کړې ده.

افغانستان کې د تاوتریخوالي له لارې د سیاسي بدلون هڅې؛ بریټانیا: ملاتړ یې نه کوو

د افغانستان لپاره د برېټانیې سفارت چارسمبالي هوګو شورټر ویلي چې دغه هېواد په افغانستان کې د تاوتریخوالي له لارې د سیاسي بدلون ملاتړ نه کوي.

نوموړي پرون په یوې وینا کې ویلي چې برېټانیا د هېچا او هغه افغان ملاتړ نه کوي چې د تاوتریخوالي له لارې په افغانستان کې سیاسي بدلون راولي.

کابل کې د «افغان انوېسټ» په نوم لوی شرکت پرانستل شو

نن په کابل کې د ریاست‌الوزرا د لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر په ګډون د یوشمېر حکومتي چارواکو له لوري د ۲۵۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د افغان انوېسټ «افغان پانګونې» په نوم د یوه ستر شرکت د جوړېدو پرانسته وشوه. په ورته مهال د سوداګرۍوزیر له افغان پانګوالو غوښتنه وکړه چې هېواد کې دننه پانګونه وکړي.

ستانکزی: پاکستان او ایران دې د افغان کډوالو پرمخ دروازې پرانیزي

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي نن په کابل کې د یوې غونډې پرمهال له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه پاکستان او ایران څخه غوښتنه وکړه چې د افغان کډوالو پرمخ سرحدونه خلاص کړي. نوموړي پر پاکستان او ایران غږ وکړ چې د افغان کډوالو له ځورونې لاس واخلي.

د اهل هنودو پر عبادت‌ځای د برید په اړه غبرکونونه؛ یوناما: پر ملکیانو دې بریدونه ودرول شي

نن سهار شاوخوا ۶:۳۰ ناپېژاندو وسله‌والو د کابل ښار په کارته پروان سیمه کې د اهل هنودو پر عبادت ځای برید وکړ. له دې برید وروسته، د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور په یوه خبرپانه کې وویل چې وسله‌والو عبادت ځای ته له ننوتو مخکې پرساتونکو لاسي بم غورځولی چې په ترڅ کې یې اور لګېدلی او دوه ساتونکي ټپیان شوي دي.