افغانستان کې مرګونې زلزله؛ يوشمېر هېوادونو او بنسټونو زيانمنو ته د مرستو رسولو لپاره چمتووالی ښودلی

نن سهار شاوخوا ۱:۳۰ دقیقې د افغانستان یوشمېر ولایتونه د یوې زورورې زلزلې شاهد وو. خوست او پکتیکا ولایتونه د دې زلزلې له امله سخت ځپل شوي او خلکو ته یې درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

پکتیکا کې د زلزلې له امله د مړو شمېر ۱۰۰۰ کسانو ته لوړ شوی

 په پکتیکا ولایت کې د بېګانۍ زلزلې له امله د مړو شمېر څه باندې ۱۰۰۰ کسانو ته لوړ شوی دی.

د پکتیکا د اطلاعاتو او فرهنګ رییس امین حذیفه سلام‌وطندار ته ویلي چې د پکتیکا ګیان، برمل او نکې ولسوالیو کې د شوې زلزلې له امله څه باندې ۱۰۰۰ کسان مړه شوي او شاوخوا ۱۵۰۰ کسان ټپیان دي.

پکتیکا او خوست کې د زلزلې له امله ۲۹۵ کسان مړه او ۶۰۰ ټپیان شوي

د سوېل ختیځ زون  په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د بېګانۍ زلزلې له ۲۸۰ کسان مړه شوي او نږدې ۶۰۰ کسان ټپیان شوې دي.

د باختر خبري اژانس د خبر له مخې، د پکتیکا نکې، زیړوک، برملې او ګیان ولسوالیو کې د شوې زلزلې له امله ۲۵۵ کسان مړه شوي او څه باندې ۵۰۰ کسان ټپیان دي.

پکتیکا او خوست کې زلزلې تر ۴۰ زیات کسان مړه کړي

ځايي مسوولان وایي، د تېره شپې زلزلې له امله د پکتیکا په ګیان ولسوالي کې ۲۰ او د خوست په سپرې ولسوالي کې هم تر ۲۰ زیات کسان مړه شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي. دوی وویل، د ګڼو کورونو نړېدو په دلیل ښايي د تلفاتو شمېرې لوړې شي.
د افغانستان ګڼ شمېر نور ولایتونه هم تېره شپه یوې زورورې زلزلې لړزولي دي.

ملګرو ملتونو د ا.ا د دوو چارواکو پر سفرونو د بندیز معافیت نېټه ونه‌غځوله

د فرانسې خبري اژانس د ډيپلوماټیکو سرچینو په خبره راپور ورکړی چې ملګروملتونو د اسلامي امارت د لوړو زده‌کړو وزارت د سرپرست عبدالباقي حقاني او د پوهنې وزارت د یوه بل چارواکي پر سفر معافیت نه دی تمدید کړی او دواړه دغه کسان ممنوع‌السفر شوې دي.

د ا.ا او مهدي مجاهد ترمنځ د خبرو دوام؛ «بلخاب او سانچارک پوځي بڼه خپله کړې»

د سرپل بلخاب ولسوالي کې یوه باوري سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخیستل سلام‌وطندار ته ویلي، د اسلامي امارت هزاره‌ توکمي قومندان مهدي مجاهد او د اسلامي امارت ترمنځ څو پړاوه خبرې بې‌پایلې پای ته رسېدلې دي.د تازه پیلېدونکو خبرو موخه کابل ته د مهدي مجاهد بېرته ګرځېدل او د اسلامي امارت د غوښتنو منل دي.

د کډوالو نړیواله ورځ؛ م.م: افغانستان کې ۳.۵ میلیونه داخلي بې‌ځایه شوي مرستو ته اړتیا لري

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري رییس لیونارډ زورلو نن کابل کې د کډوالو نړیوالې ورځې په مناست جوړې شوې غونډه کې وویل چې له پاکستان او ایران څخه راستانه شویو ۳.۵ میلیونه افغان کډوالو سره بېلابېلې بشري مرستې شوې دي.