ریچارډ بنټ: ا.ا د خپلو ځواکونو د کړنو مسوول دی

وروسته له هغې چې اسلامي امارت پنجشېر کې د جګړې پرمهال د نیول شویو بندیانو د وژنې ادعاوو په اړه د څېړنو ژمنه وکړه، افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنټ ویلي، اسلامي امارت د خپلو سرتیرو د کړنو مسوولیت لري. ریچارډ بنټ پرون (یکشنبه- وږي ۲۷) پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې څېړنې او قضايي څار باید د واقعیتونو او د نړیوالو معیارونو پربنسټ وشي.

فاریاب کې ټرافیکي پېښې یو کس مړ او درې ټپیان کړي

پرون ماښام د فاریاب د قیصار‌-‌المار ولسوالي پر لویه ټرافیکي پېښه شوې چې له کبله یې یو کس مړ شوی او درې نور ټپیان دي.
سرچینې وايي چې د فاریاب د مرافعې محکمې د قضايي دېوان رییس مولوي عبدالکریم موټر له سړک نه اوښتی دی.

هلمند کې یوه هټۍ‌وال ځان‌ وژلی

د هلمند چارواکي د دغه ولایت د مرکز لښکرګاه ښار د لومړۍ امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې د یوه کس د ځان‌وژنې خبر ورکوي.
د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر محمدقاسم ریاض وايي، دغه کس محمدنعیم نومېږي او د لښکرګاه ښار د طالبانو نمرو اوسېدونکی دی چې اوس یې په یوه سوداګریز مارکېټ کې دوکانداري کوله.

تخار کې چاودنې یو کس وژلی او دوه یې ټپیان کړي

په تخار کې ځايي سرچینو سلام‌وطندار ته ویلي چې یوه کس نن سهار شاوخوا نهه بجې غوښتل چې لاسي بم د تالقان ښار د «صرافۍ بازار» سیمه کې یوې صرافي ته ور وغورځوي، خو له موخې مخکې چاودلی دی. په همدې حال کې د تخار د امنیې قومانداني ویاند عبدالمبین ساپی هم تاییدوي چې یاد کس غوښتل د صرافي یوې هټۍ ته لاسي بم ور وغورځوي، خو په لاس کې یې چاودلی دی.

کاپیسا کې د لواطت په جرم پنځه کسان نیول شوي

د کاپیسا محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یې پنځه کسان د «لواطت» په جرم نیولي دي.

د کاپیسا د امنیې قومنداني ویاند عبدالفتاح فایز د یاد خبر د تایید ترڅنګ سلام‌وطندار ته ویلي، امنیتي ځواکونو د یاد ولایت د مرکز اړوند پنځه اوسېدونکي د لواطت او ښځو سره د نامشروع اړیکو په جرم نیولي.

بدخشان کې د ټرافیکي پېښې پرمهال درې کسان مړه او دوه ټپیان شوي

بدخشان کې ولسي سرچینې وايي، پرون د دغه ولایت د مایمي ولسوالي «غز دره» کې د یوه موټر چپه‌کېدو پرمهال د اغاخان بنسټ درې کارکوونکي مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.

سرچینې وايي چې پېښه د اغاخان بنسټ اړوند یو لنګ‌کروزر موټر د چپه‌کېدو له امله رامنځته شوې ده. د بدخشان محلي مسوولانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ناپېژنده کسانو په روزګان کې یو ماشوم وژلی

د روزګان د اطلاعاتو او کلتور رییس اغاولي قریشي سلام‌وطندار ته ویلي چې ناپېژنده کسانو د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په دهراود ولسوالي کې لومړی یو ماشوم تښتولی او بیا یې په بې‌رحمانه ډول وژلی دی.

غزني کې د یوې کورنۍ د پنځو غړیو د وژلو په تور ۱۱ کسان نیول شوي

د غزني د والي ویاند حافظ‌ عمر غزنوي وايي چې امنیتي ځواکونو په دغه ولایت کې په مرموز ډول د یوې کورنۍ د پنځو غړیو د وژلو په تور ۱۱ کسان نیولي دي.
د نوموړي په وینا، یاد کسان یې په «زنه‌خان» ولسوالي کې څاه ته د یوې کورنۍ د پنځو غړیو د ورغورځولو په تور نیولي دي.

کرېکټ بورډ د نړیوال جام لپاره لوبډله اعلان کړه

د افغانستان کرېکټ بورډ د شل‌اوریز نړیوال جام لپاره افغان لوبډله اعلان کړه.
دغې ادارې پر خپلې فېسبوک‌پاڼې لیکلي چې د کرېکټ‌ بورډ د غوراوي کمېټې د یاد جام لپاره ۱۵ کسیزه لوبډله غوره کړې او ورسره یې څلورو نورو احتیاطي لوبغاړو ته هم په‌کې ځای ورکړی دی.

تخار کې ټرافیکي پېښه؛ یو کس مړ او څلور ټپیان شوي

تخار کې ولسي سرچینې وايي چې د دغه ولایت د هزارسموچ ولسوالي اړوند «کورقدوق» کلي کې د یوه پیکپ موټر د چپه‌کېدو له امله یو کس مړ شوی او پنځه ټپیان دي.

د تخار د ولایت مقام مطبوعاتي دفتر هم په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې پېښه پرون چهارشنبه ماښام د دې ولایت هزارسموچ ولسوالي کې رامنځته شوې چې پرمهال یې یو کس مړ او څلور ټپیان شوي دي.

بهرنیو چارو وزارت: د جیش محمد ډلې مشر افغانستان کې نشته

د بهرنیو چارو وزارت وايي، د پاکستانۍ جیش محمد ډلې مشر مسعود اظهر ته یې په افغانستان کې پناه نه ده ورکړې.
د دغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي څو شېبې مخکې پر ټویټر لیکلي چې ا.ا په افغانستان کې د هېڅ هېواد مخالفو وسله‌والو ته د فعالیت اجازه نه ورکوي.
نوموړي په دې اړه خپاره شوي راپورونه هم رد کړي دي.

پکتیا کې د ا.ا او د پاکستان د سرحدي ځواکونو ترمنځ نښته شوې

د ا.ا د ویاند مرستیال بلال کریمي نن چهارشنبه د وږي ۲۳مه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د ډیورنډ پر فرضي کرښه د ا.ا او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته رامنځته شوې ده. بلال کریمي زیاته کړې چې پاکستاني ځواکونو غوښتل د ډیورنډ کرښې ته نږدې پوسته جوړه کړي، خو د ا.ا ځواکونو یې مخه نیولې چې په پایله کې یې د دواړو لوریو ترمنځ نښته شوې ده.

پاکستان کې د یوه وسله‌وال برید پرمهال درې پوځیان وژل شوي

پاکستاني رسنیو ویلي چې د دغه هېواد د خېبرپښتونخوا ایالت اړوند په کُرمه کې د یوه وسله‌وال برید پرمهال درې پاکستاني پوځیان وژل شوي دي. په ورته مهال «ټي‌ټي‌پي‌» د دغه برید مسوولیت منلی او ویلي یې دي چې وسله‌والو یې د کُرمې په خرلاچي سیمه کې درې پاکستاني پوځیان وژلي دي.