
د کرنې وزارت سرپرست: افغانستان د کرنې برخه کې لاستهراوړنې نهلري
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست عطاالله عمري وايي، سربېره پر دې چې افغانستان د طبیعي سرچینو او کرنې له پلوه شتمن هېواد دی، خو دې برخه کې د پام وړ لاستهراوړنې نهلري.
نوموړي دغه څرګندونې نن یکشنبه د سلواغې دویمه کابل کې د «کرنیزې پرمختیا صندوق د اسلامي مالي محصولاتو» پرانېستغونډه کې کړې دي.














