بهرنیو چارو وزارت: بلغارستان کې ۱۷ مړه شوي افغان کډوال پېژندل شوي

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وايي، تر اوسه په بلغارستان کې د ۱۷ مړو شویو افغان کډوالو هویت پېژندلی او د یوه بل هغه د پېژندنې په اړه څېړنې روانې دي. هغه وايي، د یادو مړو شویو افغان کډوالو د جنازو لېږد لپاره به خپل ټول امکانات وکاروي او په وینا یې، لپاره یې ځانګړې الوتنه هم په پام کې نیول شوې ده.

بایډن ته د غني او عبدالله عبدالله ډالۍ؛ ارزښت یې څه باندې لس‌زره ډالرو ته رسېږي

د امریکا «سي‌بي‌اېس نیوز» رسنۍ راپور ورکړی چې د افغانستان مخکینی ولسمشر محمداشرف غني د هغو مشرانو په نوملړ کې شامل دی چې د امریکا ولسمشر جو بایډن ته یې ارزښتمنې ډالۍ ورکړي دي. د غني مېرمن رولا غني هم د بایډن مېرمنې جېل بایډن ته  د ورېښمو یوه غالۍ ډالۍ کړې وه چې ارزښت یې ۱۹۲۰۰ ډالرو ته رسېږي.

بازار کې د زړو افغانیو ډېروالی؛ د افغانستان بانک: نوي بانک‌نوټونه مو وېشلي

په داسې حال کې چې د افغانستان بانک سوداګریزو بانکونو ته د ۱۰۰ میلیونه نويو بانک‌نوټونو د وېش خبر ورکوي، کابل ښاریان په بازارونو کې د زړو افغاني بانک‌نوټونو له ډېروالي شکایت کوي. د پلازمېنې اوسېدونکې سمیرا وايي، موټر چلوونکي او هټۍ‌وال زړې پیسې نه‌اخلي او په وینا یې، له صرافانو چې هم د وړو افغانیو غوښتنه کوي، نو زړې ورکوي.

پاکستان او اسلامي امارت سیمه کې له ترهګرۍ سره پر ګډې مبارزې هوکړه کړې

پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو او افغانستان سره  پر ډیورنډ کرښې کې د ترینګلتیا ډېروالي سره هم‌مهاله د دغه هېواد یو لوړپوړی پلاوی د اسلامي امارت چارواکو سره د خبرو لپاره کابل ته راغلی دی. خو د اسلامي امارت ویاند ویلي، دغه لیدنه یوازې پر کرښه د ستونزو او امنیتي اندېښنو په اړه پر خبرو راټوله وه.

ننګرهار کې د سوالګرو زیاتوالی؛ خلک: حکومت دې یې د راټولولو لړۍ پیل کړي

د ننګرهار یوشمېر اوسېدونکي وايي، دغه ولایت کې د سوالګرو شمېر څو برابره لوړ شوی او که حکومت یې د راټولولو لړۍ پیل نه‌کړي، ښايي نور هم ډېر شي. د جلال‌اباد اوسېدونکي وحیدالله حکومت څخه وغوښتل چې دغه ولایت کې د سوالګرو راټولولو کمپاین پیل کړي.

نابلوس ښار کې اسراییلي ځواکونو ۱۱ فلسطینیان وژلي

اسراییلي ځواکونو د اشغال شوې لوېدیزې غاړې نابلوس ښار کې د یوې چاپې پر مهال ۱۱ فلسطینیان وژل شوي‌ او لسګونه نور ټپيان دي.

‌د رسنیو د راپورونو له مخې، برید پرون چهارشنبه د کب درېیمه شوی چې له ۱۰۰ زیات کسان په‌کې ټپیان هم شوي دي.  د ځینو ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

په کابل او نورو ولایتونو کې د پاسپورټونو د وېش بهیر پیلېږي

د پاسپورټ عمومي رییس مولوي عبدالکریم حسیب وايي چې د کب په ۱۰مه، د راتلونکې اوونۍ د چهارشنبې ورځ به د کابل په ګډون، په ټولو ولایتونو کې د پاسپورټونو د وېش بهیر پیل شي.
د نوموړي په وینا، خلک به له یادې نېټې وروسته کولای شي د پاسپورټ د انلاین سېسټم له لارې نوملیکنه وکړي.

سبا د تورخم دروازه بېرته پرانېستل کېږي

د ننګرهار ولایت چارواکو خبر ورکړی چې سبا د کب څلورمه، د پنجشنبې ورځ به د تورخم دروازه بېرته پرانېستل شي.
په همدې حال کې اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت هم پر خپل ټویټر لیکلي چې سبا به د تورخم دروازه د مسافرو، سوداګرۍ او ټرانزېټ لپاره بېرته پرانېستل شي.

مهاجر فراهي: هلمند کې د تصویري راپورونو د منع کولو موضوع څېړو

د افغانستان د خپلواکو رسنیو ملاتړی بنسټ «نی» مسوولان وايي، د هلمند محلي چارواکو د  له خبریالانو غوښتي چې د دغه ولایت له مسوولانو او اوسېدونکو څخه دې تصویري راپورونه نه جوړوي او نه هم خپروي.

د «نی» مسوول ظریف کریمي وايي چې د دغه محدودیتونو لګول به افغانستان کې د خبریالانو د کار دوام له بېلابېلو جدي ننګونو سره مخ کړي.

د پاکستان د دفاع وزیر د یوه لوړپوړي پلاوي په مشري کابل ته راغلی

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمداصف په یوه نااعلان شوي سفر نن چهارشنبه د کب درېیمه د یوه لوړ‌پوړي پلاوي په مشري کابل ته راغلی دی.

خواجه محمداصف د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر، د دفاع وزارت سرپرست یعقوب مجاهد او یو‌شمېر نورو چارواکو سره لیدلي دي.

د لوړو زده‌کړو وزارت د تحصیلي نظام پیاوړتیا لپاره درې ورځنۍ کنفرانس پرانېست

د لوړو زده‌کړو وزارت نن کابل پوهنتون کې د هېواد د تحصیلي نظام د پیاوړتیا په موخه درې ورځني کنفرانس پرانیست.

دغه کنفرانس کې د پوهنتونونو نصاب، د زده‌کړې د کیفیت تضمین، علمي څېړنو، انلاین زده‌کړو او د لوړو زده‌کړو نظام د پیاوړتیا اړوند نورو مواردو په اړه د پوهنتون استادانو شاوخوا ۷۵ مقالې وړاندې کړې.