پکتیکا کې د یونېسف ۴۷۸ ټولګیو کې ۱۹۴۴۸ نجونې او هلکان زده‌کړې کوي

پکتیکا کې د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې یا یونېسف له‌خوا په جوړ شویو ټولګیو کې زرګونه نجونو او هلکانو ته د زده‌کړو زمینه برابره شوې ده.

د پکتیکا د پوهنې ریاست چارواکي وایي چې په یاد ولایت کې د یونېسف له‌خوا ۴۷۸ محلي ټولګي جوړ شوي چې دا مهال په‌کې ۱۹۴۴۸ نجونې او هلکان پر زده‌کړو بوخت دي.

تخار کې ټرافیکي پېښه؛ د زرشويي ۱۷کارګر مړه او پنځه ټپیان شوي

په تخار کې محلي سرچینې وايي چې دغه ولایت کې د زرشويي د کارګرو د موټر چپه‌کېدو له امله ۱۷ کارګر مړه شوي او پنځه نور ټپیان دي.

سرچینې سلام‌وطندار ته وايي، پېښه نن سهار چهارشنبه د کب ۲۴مه د یاد ولایت د چاه‌اب ولسوالي اړوند انجیر قشلاق کلي کې د یوې «ډاډسن» موټر د چپه‌کېدو له امله رامنځته شوې ده.

هېواد کې د بې‌وزلو د پور اخیستلو لوړه کچه؛ خلک: له وزګارتیا پوزې ته راغلي یوو

کابل کې یوشمېر کارګر وايي، د وزګارتیا او بې‌وزلۍ له امله ستړي شوي او په اوونیو اوونیو ورځنۍ مزدوي ورته نه پیدا کېږي.

دوی سلام‌وطندار ته وايي، له دې وضعیت پوزې ته راغلي او هره ورځ تش لاسونه کور ته ستنېږي. له دې سره د اقتصاد وزارت مسوولان وايي، هېواد کې د وزګارتیا او بې‌وزلۍ کچې کمولو لپاره یې یو لړ پروګرامونه جوړ کړي دي.

ترکیه او سوریه کې د زلزلې له امله د مړو شمېر له ۵۴۰۰۰ واوښت

د تېرې او سوریې په بېلابېلو ښارونو کې د تېرې میاشتې مرګونې زلزلې له امله د مړو شویو کسانو شمېر څه باندې ۵۴۰۰۰ کسانو ته لوړ شوی دی.

رویټرز خبري اژانس په یوه راپور کې د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو له قوله ویلي چې دغه هېواد کې د شوې زلزلې له کبله تراوسه ۴۸۴۴۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

کابل ته د نغدي مرستو دوام؛ تراوسه دوه میلیارډ او ۱۱۳میلیونه ډالر رارسېدلي

له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د نغدي مرستو په لړ کې نن سه‌شنبه د ۴۰ میلیونه ډالرو یوه بله کڅوره کابل ته راورسېده.

د افغانستان بانک نن سه‌شنبه د کب ۲۳مه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې دغه نغدي مرسته یې یوه خصوصي بانک ته سپارلې ده.

د افغانستان بانک سبا ۱۷ میلیونه ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک وايي چې سبا چهارشنبه د کب ۲۴مه «۱۷» میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کوي.

د افغانستان بانک نن سه‌‌شنبه د کب ۲۳مه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره به سبا دوشنبه «۱۶» میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي. د افغانستان بانک ویلي چې د داوطلبۍ ګټونکي باید خپل ټول حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه تصفیه کړي.

د اسراییلو له یوه زندانه تر ټولو لوړ عمر لرونکی فلسطینی بندي ازاد شو

د فلسطین تر ټولو لوړ عمر لرونکی زنداني چې له تېرو ۱۷ کلونو راهیسې د اسراییلو په یوه زندان کې بندي و، ازاد کړی دی.

دغه فلسطینی د وسلو د قاچاق په تور نیول شوی و. پر ۸۳ کلن فواد شوباکي تور و چې له ایران څخه یې د غزې ساحلي سیمې ته په یوه کښتۍ کې ۵۰ ټُنه وسلې لېږدولې.

د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شو

د عامې روغتیا وزارت د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې نن دوشنبه د کب ۲۲مه د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل کړ چې څلور ورځې به دوام وکړي.

کابل کې یوشمېر هغه کورنۍ چې ماشومان یې د پولیو ضد واکسین کمپاین کې شاملېږي له نورو کورنیو غواړي چې پر ګوزڼ ناروغۍ د اخته کېدو مخنیوي لپاره خپلو ماشومانو ته واکسین تطبیق کړي.

کابل ښاروالي دیارلسمه ناحیه کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل کړ

کابل ښاروالي نن د پلازمېنې اړوند دیارلسمه ناحیه کې د نیالیګو کېنولو کمپاین پیل کړ چې د مسوولانو په وینا، دې کمپاین کې به څه باندې ۲۰۰۰ نیالګي کېنول شي.

د کابل ښاروالي مسوولان وايي چې دغه کمپاین یې یاده ناحیه کې د نیالګیو کېنولو په اړه د عامه پوهاوي په موخه پیل کړی دی.

داعش ډلې بلخ کې پر خبریالانو د شوي برید مسوولیت پر غاړه واخیست

بلخ کې د خبریالانو پر یوې غونډې د شوې چاودنې مسوولیت داعش ډلې پر غاړه اخیستی دی.

العربیه رسنۍ راپور ورکړی چې داعش ډلې یکشنبه د کب ۲۱مه پر خپل ټلګرام اعلان کړی چې د بلخ مرکز مزارشریف ښار اړوند د خبریالانو پر غونډې د شنبې ورځې چاودنه دوی کړې ده.

فاریاب کې د یوه ماشوم جسد موندل شوی

د فاریاب د خواجه‌سبز‌پوش ولسوالي په «غذاري» کلي کې د هغه ماشوم جسد موندل شوی چې یوه اوونۍ مخکې لا درکه شوی و.

د فاریاب د امنیې قومنداني ویاند حمیدا‌لله بت‌شکن سلام‌وطندار ته ویلي چې دغه ماشوم بسم‌الله نومېده او شپږ کلن و چې یوه اوونۍ وړاندې لادرکه شوی و.