د صنعت اوونۍ؛ د «کابل نړیوال نندارتون» پرانېستل شو

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت، د پانګونې خونو او د کابل نفیس سوداګریز شرکت د صنعت اوونۍ په مناسبت نن پنج‌شنبه د غويي ۲۱مه کابل کې د غذايي موادو او لاسي صنایعو نړیوال نندارتون پرانېست.

د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې رییس سخي‌احمد پیمان وویل، دغه نندارتون کې د ښځو لاسي توکو لپاره سل غرفې په پام کې نیول شوي.

د مور او ماشوم د مړینې لوړه کچه؛ روغتیا وزارت: ۸۰سلنه کمه شوې

د ملګروملتونو له لوري د زېږون پر مهال د مور او ماشوم د مړینې کچې لوړېدو په تړاو د راپور خپرېدو سره هم‌‌مهاله د یو‌شمېر لرو پرتو ولایتونو اوسېدونکي وايي چې معیاري روغتیايي خدمتونو ته د نه لاسرسي له کبله مېندې او نوي زېږېدلي ماشومان د مرګ له ګواښ سره مخ دي

پاکستان کې تاوتریخجن اعتراضونه؛ افغان کډوال: منفي اغېز یې راباندې کړی

د پاکستان د امنیتي ځواکونو له لوري د مخکیني لومړي وزیر عمران‌خان تر نیولو وروسته د نوموړي پلویانو پراخو اعتراضونو ته مخه کړې چې له کبله یې دغه هېواد له یوه کړکېچن وضعیت سره مخ شوی دی. د دوی په وینا، که پاکستان کې پوځي حکومت اعلان شي، د دې امکان شته چې پولیس کډوال ونیسي او بندیان یې کړي.

تخار کې د ټرافیکي پېښې له امله یوه مېرمن مړه شوې

د تخار امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت اړوند سیمه کې د ټرافیکي پېښې له کبله یوې ښځې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د تخار د امنیې قومنداني ویاند عبدالمبین ساپي سلام‌وطندار ته ویلي چې پېښه پرون چهارشنبه د غويي ۲۰مه د دغه ولایت د درقد ولسوالي اړوند «قغني» کلي کې رامنځته شوې ده.

د پکتیا اوسېدونکي: د جلغوزیو پروسس لپاره کار نه دی شوی؛ مسوولان: معیاري فابریکه لرو

پکتیا چې د جلغوزیو پراخ ځنګلونو لري او ډېری اوسېدونکي یې له همدې لارې خپلې اړتیاوې پوره کوي، د دغه ولایت یو‌شمېر اوسېدونکي او د کرنې برخې کارپوهان نیوکه کوي چې لاهم د جلغوزیو د معیاري پروسس لپاره کار نه دی شوی. نوموړي زیاته کړه چې د پلور پر مهال دوی سوداګر ته د ځنګل یوه ټاکلې اندازه د جلغوزیو ونې ورښايي او په معلوم قیمت یې پرې پلوري.

اسلامي امارت پاکستان کې له ښکېلو لوریو د زغم او تفاهم غوښتنه وکړه

په پاکستان کې د روانو تاوتريخجنو اعتراضونو په لړ کې، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن د غويي شلمه، د چهارشنبې ورځ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره په دغه هېواد کې پر ښکېلو لوریو غږ کړی چې له زغم څخه کار واخلي او د تفاهم لاره غوره کړي. د بهرنیو چارو وزارت په پاکستان کې د روان کړکېچن وضعیت په اړه خواشیني هم ښودلې ده.

کابل کې مالیه ورکوونکي د مالیې له لوړېدو څخه شکایت کوي

ا.ا له واکمنېدو راهیسې هېواد کې د مالیې ټولولو برخه کې جدي اقدامات کړي او د کورنیو عوایدو یوه لویه برخه هم له همدې لارې ترلاسه کېږي.

خو یو‌شمېر مالیه ورکوونکي د مالیې ټولولو برخه کې د ا.ا له تګ‌لارې شکایت کوي. دوی نیوکه کوي چې اړوند بنسټونه دوی ته د مالیې تحویلو لپاره ډېر وخت نه ورکوي او په ځنډ د مالیې تحویلو له کبله یې هټۍ مهرو او لاک کوي.

کابل کې د سرطان ناروغي د جراحي او داخلې څانګه پرانېستل شوه

د لوړو زده‌کړو وزارت له لوري د «علي‌اباد» تدریسي روغتون کې نن چهارشنبه د غويي ۲۰مه د داخلي ناروغیو د درملنې او سرطان جراحي نوی مرکز پرانېستل شو.

د علي‌اباد تدریسي روغتون رییس عبدالمطب شینواري په دې اړه جوړو شویو مراسمو ته د وینا پر مهال وویل چې دغه روغتیايي مرکز د روغتیا نړیوال سازمان، د سره صلیب کمېټې او لوړو زده‌کړو وزارت له‌خوا جوړ شوی دی.

افغانستان د نړۍ د ۳۰ بې‌ثباته هېوادونو له ډلې اتم ځای خپل کړی

د جمهوریت له پرځېدو، د بشردوستانه مرستو د کمېدو او د اقتصادي پروژو له ځنډېدو وروسته هېواد کې د بې‌وزلي لمن پراخه شوې او د مرستندویه بنسټونو د معلوماتو له مخې، دغه هېواد کې ۳۵میلیونه وګړي بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري.

ای‌پي‌اېل لیګ کې نن چینای له ډیلي سره لوبه کوي

د هند د کرېکټ غوره لیګ یا ای‌پي‌اېل سیالیو په لړ کې نن شپه چینای سوپر کنګز لوبډله له ډيلي کپېټلز سره لوبه لري. ټاکل شوې چې دغه سیالي نن چهارشنبه د مې لسمه ماښام ۶:۳۰ بجې د چینای په «ام‌اې چېډامبارام» لوبغالي کې ترسره شي.

پاکستان کې لاریونونه؛ پېښور کې د ښوونیزو مرکزونو د تړل‌کېدو امر شوی

د پاکستان د پولیسو له‌خوا د دغه هېواد د مخکیني لومړي وزیر عمران‌خان تر نیولو وروسته د نوموړي پلویانو پراخ لاریونونه پیل کړي چې له پولیسو سره په اخ‌ او‌ ډب کې د ځینو لاریون کوونکو د وژل‌کېدو خبرونه هم ورکړل شوي دي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو پر بنسټ، عمران‌خان پرون سه‌شنبه د مې نهمه د اسلام‌اباد سترې محکمه کې د دغه هېواد د پولیسو له‌خوا د درغلیو په تور نیول شوی دی.

پکتیکا کې د طبیعي پېښو زیانمنو شویو سره ۳۲ میلیونه افغانۍ مرسته شوې

د پکتیکا محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په شپږو ولسوالیو کې د طبیعي پېښو له کبله زیانمنو شویو سلګونه کورنیو سره ۳۲ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته شوې ده.

د پکتیکا د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس مولوي مطېع‌‌الله منصور سلام‌‌وطندار ته ویلي چې دغه نغدي مرسته پرون سه‌شنبه د غويي ۱۹مه د ناروې کمېټې له لوري پر زیانمنو شویو کورنیو وېشل شوي دي.

غزني کې یوه ځوان خپل پلار سره تر لفظي شخړې وروسته ځان وژلی

د غزني امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت اړوند سیمه کې یوه ځوان له خپل پلار سره تر لفظي شخړې وروسته ځان‌‌وژنه کړې ده.

پېښه پرون سه‌شنبه د غويي ۱۹مه د دغه ولایت د ګېلان ولسوالي اړوند «حسن» کلي کې رامنځته شوې ده. دغه کس یوې ونې پورې ځان زړولی او وژلی یې دی.