د نجونو او هلکانو ترمنځ توپیري چلن؛ «د کورنۍ نه‌پام له امله ځان پردۍ بولم»

له سلام‌وطندار سره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې «۳۰» نجونو د مرکو پرمهال ویلي چې د خپلو کورنیو له‌خوا ورسره دوه‌ګونی چلن شوی او د دوی په پرتله نارینه‌وو ته ډېر پام کېږي.

د مرکه شویو ۳۰ نجونو له ډلې ۲۲ یې سلام‌وطندار ته ویلي، د کورنیو د غړیو له لوري له بېلابېلو جنسیتي توپیرونو سره مخ دي چې د دوی پر روح او روان یې بده اغېزې کړې دي.  

د سلام‌وطندار موندنې؛ قابلې د کاري زمینې له کمښت سره مخ دي

سلام‌وطندار د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې له ۳۶ قابله‌‌ګانو سره د مرکو په ترڅ کې موندلې چې ډېری هغه یې د کاري زمینې کمښت سره مخ دي.

د مرکه شویو ۳۶ قابله‌ګانو له ډلې یې ۱۸ بې‌دندې او پاتې ۱۸ یې چې پر دندو دي، د ښځینه ناروغانو د درملنې لپاره کافي امکانات نه‌لري.

«خُسر او خواښې به مې وهلم او اړ شوم طلاق واخلم»

مهتاب افتخار چې کله لس کلنه وه، د خپل خاله زوی ته چې ۱۸ کلن و، په جبري توګه په نکاح ورکړل شوه. هغه ۱۶کاله وړاندې هغه مهال چې پلار یې مړ شو او مور یې دویم واده وکړ، دې واده ته اړ اېستل شوې ده.

په دې راپور کې له ۱۹ ښځو سره مرکې شوې چې له ډلې یې ۱۳ مېرمنو له واده وروسته او شپږو ښځو بیا د کوژدې پر مهال د تاوتریخوالي او جبر له امله له خپلو خاوندانو او کوژدنو جلا شوې دي.

د دویم واده غږ؛ یو‌شمېر مېرمنې: نه‌پوهېږو خاوند مو ولې دویم واده وکړ؟

سلام‌وطندار په هېواد کې له ۱۹ هغو مېرمنو سره چې خاوندانو یې دویم او یا له هغه ډېر ودونه کړي، د مرکو په ترڅ کې موندلې چې دغه مېرمنې له بېلابېلو رواني فشارونو ځورېږي.

د مرکه شویو ۱۹ مېرمنو له ډلې یې ۱۳ د خپل خاوند لومړۍ مېرمنې دي او پاتې شپږ یې په بنه «یا د خاوند دویمې مېرمنې» په توګه واده شوې دي.

څلور ولایتونو کې د سلام‌وطندار موندنې؛ له ۲۳ سوداګرو مېرمنو د ۱۷ یې کاروبار رکود سره مخ شوی

سلام‌وطندار د هېواد په څلور ولایتونو کې له ۲۳ سوداګرو مېرمنو سره د مرکو په ترڅ کې موندلې چې د یادو سوداګرو مېرمنو له ډلې څخه یې د ۱۷ مېرمنو سوداګري له رکود سره مخ شوې او یا هم رکود سره مخ ده.

د سلام‌وطندار سروې؛ له هرو څلورو ښځو درې یې تاوتریخوالي سره مخ دي

 د هېواد په ۲۷ ولایتونو کې د سلام‌وطندار د یوې سروې پایلې ښيي چې ۷۷سلنه ښځې د تاوتریخوالي له بېلابېلو ډولونو سره مخ شوي دي. په دغه سروې کې ۳۲۶ ښځو ګډون کړی چې پر بنسټ یې، له هرو څلورو ښځو، درې یې له تاوتریخوالي سره مخ دي.

د سلام‌وطندار موندنې؛ هېواد کې یوازې یو د «امن کور» فعال دی

د سلام‌وطندار د موندنو پر بنسټ هېواد کې د مخکیني حکومت پر مهال د ښځو لپاره د رامنځته شویو ۲۷ امن کورونو له ډلې یې اوس یوازې یو فعال دی او پاتې نور یې تړل شوي دي.

سلام‌وطندار دغه موندنې د مخکیني حکومت پر مهال د امن کورونو یا د ښځو ملاتړو مرکزونو د مخکینیو مسولانو سره د مرکو له لارې ترلاسه کړي دي.