Asset 1SWN

انټوني ګوټرېش: ځمکه تر کثافاتو لاندې په غرقېدو ده

کثافات

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش د کثافاتو صفر کېدو نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې ځمکه تر کثافاتو لاندې د صفر کېدو په حال کې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي نن پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي چې انسانان هر کال دو میلیارډه ټنه وچ کثافات تولیدوي او نړۍ باید یوه قانوني تړون ته د رسېدو په موخه د پلاسټیکي ککړتیا د پای ته رسولو لپاره هڅې وکړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي له ټولو غوښتي چې د کثافاتو د تولید تخریبوونکي څرخ ته د پای ټکی کېږدي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

ملګرو ملتونو د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر میاشت کې د مارچ دېرشمه د کثافاتو صفر کېدو نړیوالې ورځې په توګه ونوموله. ‎

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام