د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د ننګونو او نارضایتیو له دوام سره هم‌مهاله، د پاکستان بهرنیو چارو وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي، له ترهګرۍ سره د ګډې مبارزې په برخه کې یې امریکا سره هوکړه کړې.

دغه هوکړه‌ د دواړو هېوادونو د پلاوو ترمنځ د خبرو په پایله کې ترلاسه شوې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې د دغې هوکړې په اړه ویل شوي: «دواړو دولتونو د دغو بحثونو او له افرطپالنې څخه د مخنیوي لپاره د همکاریو دوام په اړه د ارتباطاتو زیاتولو پرېکړه کړې. د ترهګرۍ ضد خبرې د سیمې او نړۍ امنیت او ثبات تامینولو سره د مرستې لپاره د پاکستان او امریکا پر ګډ هوډ ټینګار کوي.»

که څه هم د پاکستان بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې د افغانستان په اړه اشاره نه‌ده شوې، خو دغه هېواد تل ادعا کړې چې د «پاکستاني طالبانو تحریک» غړي افغانستان کې شتون لري او د سرپرست حکومت له لوري یې ملاتړ کېږي.

د یادو ادعاو په غبرګون کې د افغانستان سرپرست حکومت مسوولانو تل د پاکستاني چارواکو دغه ادعاوې رد کړي دي.

په دې وروستیو کې د افغانستان د سرپرست حکومت د دفاع وزارت د پاکستان د دغې ادعا په غبرګون کې ویلي، اسلام‌اباد داعش ته اجازه ورکړې چې د هغه هېواد خاوره د افغانستان پر ضد وکاروي.

داعش او ټي‌ټي‌پي دوه ډلې دي چې امریکا او پاکستان یې پر وړاندې پر ګډې مبارزې هوکړه کړې. خو افغانستان کې د چارو کارپوهان وايي، د دغو دوو ډلو پر وړاندې مبارزه د افغانستان اوسني حکومت سره همکارۍ او همغږۍ ته اړتیا لري.

د امنیتي مسایلو کارپوه صادق شینواري وویل: «داعش او ټي‌ټي‌پي‌ سیمه کې پر یوه ګواښ بدل شوي، د دې ډلو مهار لپاره د امریکا او پاکستان هوکړه بسنه نه‌کوي.»

د پوځي چارو یوه بل کارپوه عزیز ستانکزي وویل: «کاش چې امریکا او پاکستان خپلې استخباراتي سرچینې افغانستان سره هم شریکې کړي، څو هغه کمه اندازه مخربې ډلې چې افغانستان کې دي او ځالې یې پاکستان کې دي، مهار شي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

شاوخوا څلور ورځې وړاندې پاکسستان ته د امریکا د مرکزي قومنداني یا سنټ‌کام قومندان جنرال مایکل اریک کوریلا سفر په اړه رپوټونه خپاره شول. د امریکا دغه پوځي چارواکي پاکستان ته د سفر پرمهال افغانستان سره له سرحدي سیمو هم لیدنه کړې.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام