اقلیمي بدلونونه چې دامهال د نړۍ په سطحه جدي ننګونو څخه شمېرل کېږي، افغانستان کې یې د یوه حیاتي بحران بڼه غوره کړې، داسې چې د هېواد د خوړو امنیت یې تر ګواښ لاندې راوستی دی.
د اقلیم بدلون شدت ته په کتو، کارپوهان وايي چې اوس تر بل هر وخت ژر، د بېړنیو اقداماتو اړتیا ده.
د حرارت درجې لوړوالی، د بارانونو کمښت او پرلهپسې وچکالي د افغانستان دودیز کرنیز سیستمونه زیانمن کړي او د میلیونونو بزګرانو ژوند یې له خطر سره مخ کړی.
دا بدلونونه چې زیاتره د بشري فعالیتونو له امله رامنځته شوي، داسې هېوادونه یې اغېزمن کړي چې پخپله په کې ډېر کم سهم لري. افغانستان له همدې هېوادونو یو دی.
کرنه چې د میلیونونو افغانانو د ژوند اساسي برخه ده، اوس له جدي خطرونو او د دې برخې د کارپوهانو له ګڼو اندېښنو سره مخ ده.
د بارانونو کمښت، دوامداره وچکالي او د تودوخې زیاتوالی هغه عوامل دي چې د کروندګرو اندېښنې یې زیاتې کړي او د هېواد خوړو خوندیتوب یې له ننګونو سره مخ کړی دی.
د پروان پوهنتون د کرنې پوهنځي استاد عبدالجبار چرخي په دې باور دی چې له اوسنیو اقلیمي ننګونو سره د مبارزې لپاره اړینه ده، یو د بل لاسنیوی وکړي.
نوموړی ټینګار کوي چې اقلیمي بدلونونه ډېره اړینه مسله ده او په ډېره کمه توګه بېپامي هېواد له سختو شرایطو سره مخ کولی شي.
نوموړی زیاتوي: «افغانستان کې ستونزې ډېرې دي، هم له اقتصادي او هم له علمي پلوه. اړتیا ده چې جدي پام ورته وشي. د افغانستان لوېدیځو او سویلي لوېديځو سیمو ته ډېر زیان رسېدلی دی. نړیوال بنسټونه مهم رول لري. منو چې یو لړ کارونه شوي خو بسنه نه کوي. هغه هېوادونه چې د افغانستان په څېر اقلیم لري، د اقلیمي بدلونونو څخه زیانمن شوی. په کار ده چې له دې اړخه د زیانمنو هېوادونو له تجربو استفاده وکړو.«
له بلې خوا د پوهنتون استاد او د چاپېریالي مسایلو څېړونکی عزیزاقا عزیزي هم د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د عاجلو اقداماتو غوښتنه کوي.
نوموړی وايي: «اقلیمي بدلونونو ډېرې ننګونې رامنځ ته کړي، د کرنې په برخه کې وچکالي راغلې او کرنې ته یې زیان رسولی. کله چې کرنه زیانمنه شي د حیواناتو په روزنې اغېز لري. کله چې ځمکه ګرمه شي، د ژوند په ټولو چارو کې بدلون راځي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په همدې حال کې، د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسوولان هم له اقلیمي بدلونونو سره د مبارزې لپاره له خپلو هڅو خبر ورکوي.
د یادې ادارې رییس روحالله امین وايي، اړینه ده چې په اوسنیو بحراني اقلیمي شرایطو کې د قوي سیاسيتونو، ملي او نړیوالو پالیسیو په تطبیق سره د خپل هېواد اقلیمي شرایط مدیریت کړو.
«یوه مسله اقلیمي بدلونونو سره د مبارزې پالیسیو او ستراتیژیو ته انکشاف ورکول دي، د اقلیم بدلون پروګرامونو کې د دغو پالیسیو ادغام دی، د مالي سرچینو تسهیل دی، پر پروژو څارنه ده، د عامه پوهاوي ورکولو پروګرامونو جوړول دي او د ظرفیت لوړول دي. د ګلخانهيي ګازونو د خپرېدو کچې راکمول دي. د انعطافپذیرۍ کچې لوړولو لپاره د محلي ټولنو د ژوند سطحې لوړول، د ځنګلونو د احیا کولو لړۍ پراخول، له طبیعي او کرنې سرچینو څخه ساتنه ده. د افغانستان د نړیوال مشارکت سند مو چمتو کړی او ټاکل شوې دغه سند د بهرنیو چارو وزارت د کنوانسیون سکرتریت له لارې ملګروملتونو ته واستول شي.»
دا په داسې حال کې ده چې یوشمیر بڼوال د اقلیمي مسایلو په اړه د پوهاوي کچې لوړولو کې د رسنیو اغېز د پام وړ یادوي.
د پروان یو تن کروندګر احمد سلاموطندار د کلي لار خپرونې پایلې ډېرې مؤثرې بولي او غوښتنه کوي چې د دغسې پروګرامونو په دوام سره کروندګرو ته د عامه پوهاوي لړۍ پراخه شي.
«له سلاموطندار رسنۍ څخه زمونږ غوښتنه دا ده چې د کليلار خپرونې وخت ډېر کړي، ځکه چې کروندګر له همدې لارې کولی شي مشورې ترلاسه کړي د ناروغیو په اړه. د کرنې په اړه هم له همدې لارې مالومات ترلاسه کوي.»
سره له دې چې افغانستان له ګڼو اقلیمي ننګونو سره لاس او ګریوان دی، خو بیا هم باور دادی چې ورسره د مبارزې لپاره لارې چارې شته چې ترې ښه استفاده او مدیریت یې کرنیزه برخه له ستونزو را ایستلی شي.






