اسلاماباد کې لمر راختلی؛ خو لاهم د افغان کډوالو لپاره د وېرې شپه ده. د ښار په تشو او ارامو کوڅو کې د پولیسو د موټرو غږ چې کور په کور د تلاشۍ لپاره ګرځي، اورېدل کېږي او د دې غږ په اورېدو سره، د افغان کډوالو وېره نوره هم زیاتېږي.
د دې کوڅو له یوه کور څخه خیرمحمد د یوې نازکې پردې ترشا له کوره بهر ته ګوري. هغه پاکستان کې د زرګونو هغو افغان کډوالو له ډلې دی چې د ایستلو له ګواښ سره مخ دی او د نیولکېدو له وېرې، څو اوونیو راهیسې له خپل کوره نهدی وتلی.
خیرمحمد نور خپل کوچني د خوراکي توکو پلورنځي ته نهځي او نه هم خپلو ملګرو سره ګوري.
هغه له دېرشو کلونو راهیسې پاکستان کې ژوند کوي، همالته یې واده کړی، درې ماشومان لري او یوازې یو کوچنی دوکان لري چې د خپلې کورنۍ اړتیاوې پرې پوره کوي. خو اوس افغانستان ته د بېرته راګرځولو وېرې، د هغه ارامښت ترې اخیستی.
نوموړي وویل: «ما دلته واده وکړ او دلته مې ټول ژوند تېر کړی. دا هغه ځای دی چې هټۍ او ژوند پکې دی. زما ماشومان او ملګري دلته دي. زما کاروبار او زما ټولې اړیکې دلته دي. دا ډېره ستونزمنه ده او په یو ځل د دې ټولو راټولولو امکانات نشته.»
له هغه وخت راهیسې چې د پاکستان حکومت د بېاسنادو کډوالو د ایستلو پروسه پیل کړې، خیر محمد خپلې ورځې او شپې په ویره کې تیروي.
د خیر محمد تر ټولو لویه اندیښنه د هغه د ماشومانو راتلونکې ده؛ هغه ماشومان چې پاکستان کې لوی شوي او اوس د دوی زدهکړه، خوبونه او هغه راتلونکی چې دوی یې هغه هېواد کې تصور کړی وو، ټول لمنځهتلو سره مخ دي.
هغه وویل: «زه اندېښمن یم او حیران یم چې څه به پیښ شي او څه وکړم. زما تر ټولو لویه اندېښنه دا ده چې زما ماشومان دلته زدهکړې کوي. د دوی درسونه او پلانونه ګډوډېږي. دا څنګه کېدای شي په داسې سختۍ او زحمت مو دېرش کلونو کې کاروبار جوړ کړی»
دا یوازې د خیرمحمد د ژوند کیسه نهده؛ پاکستان کې ډېری افغان کډوال ورته کیسې لري. یونس جیلاني هم پاکستان کې د دغو افغان کډوالو له ډلې دی؛ هغه درې کاله وړاندې هغه هېواد ته تللی او تر اوسه یې قانوني اسناد نهدي ترلاسه کړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه وايي، د قانوني اسنادو نهلرلو له امله ویره لري چې د پاکستاني پولیسو لهخوا ونیول شي او افغانستان ته واستول شي.
هغه اوس د اسلاماباد ښار په یوه ګڼ مېشته سیمه کې په یوه کوچني کور کې ژوند کوي؛ هغه کور کې چې په خاورینو دیوالونو او ماتو کړکیو سره د جیلاني او د هغه کورنۍ لپاره په یوه پناهځای بدل شوی. «د پولیسو نیول ډېر دي. د پولیسو له وېرې له کورونو بهر نهراووځو او وېره کې یوو. په تمه یو چې کله به د افغان کډوالو وضعیت ښه کېږي.»
پاکستان کې د غیرقانوني افغان کډوالو ترڅنګ، هغه کډوال چې په ویزو هغه هېواد ته ورغلي هم شکایت کوي چې د ویزو تمدید د دوی لپاره په یوې لویې ننګونې بدل شوی.
د دغو کډوالو له ډلې کیهان ارین وویل، هر کله چې د ویزې د تمدید وخت یې رارسیږي، ډېرې پېسې لګوي. هغه زیاته کړه چې پاکستاني پولیس د دوی اپارتمان ته هم ورغلي او کورونه یې تلاشي کړي.
کیهان چې دغه صحنه یې له نږدې لیدلې، په اندېښنه سره وايي: «چلند یې ښه نهدی. د پولیسو چلند بدل شوی او دوی له خپل واک ناوړه استفاده کوي او له کډوالو سره تاوتریخجن او له تاوتریخوالي ډک چلن کوي.»
کیهان زیاتوي چې د کډوالو د نیولو پرمهال، پاکستاني پولیس ان دوی ته د خپلو اړینو توکو د راټولولو فرصت هم نه ورکوي. «د کډوالو لپاره وضعیت ښه نهدی. کله چې دوی نیول کېږي، نه د کور توکي پلورلی شي او نه یې افغانستان ته لېږلی شي.»
پاکستان د اپریل له لومړۍ نیټې راهیسې د افغان کډوالو د جبري ایستلو نوې لړۍ پیل کړې. دغه وضعیت هغه کسان چې له کلونو راهیسې یې پاکستان کې ژوند کاوه، بېځایه، ناهیلې، بېکوره، اندېښمن او بېبرخلیک کړي دي.
د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو عالي کمیشنرۍ «یواناچسيار» ویلي چې یوازې د اپریل په لومړیو لسو ورځو کې نږدې ۴۵زره افغان کډوال له پاکستانه ایستل شوي دي.