د لوګر د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست چارواکي وایي چې د ملګروملتونو د خوړو نړیوال سازمان(WFP) له لوري د دغه ولایت په محمداغې ولسوالي کې پر ۱۴ سوه بېوزله کورنیو د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه.
د دغه ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مطبوعاتي مسوول صبغتالله نایبخېل سلاموطندار ته وویل، د خوړو نړیوال سازمان (WFP) له لوري په محمداغې ولسوالي کې سروې ۱۴ سوه بېوزله کورنیو باندې خوراکي توکي ووېشل شول.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي زیاته کړه، هرې کورنۍ ته ۵۰ کېلو ګرامه اوړه، لس لېټره غوړي، ۶ کېلو ګرامه دال، لس کیلو ګرامه مالګه ووېشل شوه.
اړې کورنۍ هم خوښې دې چې د ژمې له رارسیدو وړاندې د دغه ولایت له بې وزله او اړو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه، خو ټینګار کوي چې شوې مرسته دې دوامداره شي.