همایون عارفي چې د غور ولایت اوسېدونکی دی، څه باندې یوه لسیزه کېږي چې انځورګري کوي او تراوسه یې لسګونه ارزښتمن اثار په خپلو کوتو انځور کړي دي.

نوموړي د ټلوېزیونونو له ښځینه ویاندویانو څخه د ملاتړ په موخه په تازه‌ګۍ سره د اسلامي امارت د یوه غړي او د یوې ښځینه ویاندې ګډ تصویر انځور کړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

عارفي سلام‌وطندار ته ویلي چې افغان ښځې له ډېرو ستونزو سره مخ دي او د ښځو د مخ پټولو په اړه د اسلامي امارت وروستۍ سپارښتنه، د ټلوېزیونونو ښځینه ویاندویانې له ګڼو ننګونو سره مخ کړې دي.

نوموړي وویل: «ومې غوښتل چې له ښځو سره خپله خواخوږي او ملاتر څرګند کړم، له همدې امله مې دغه تصویر انځور کړ او هیله‌مند یم چې د ښځو حقونه ورکړل شي او وکولای شي، رسنیو کې د خپلو ورونو ترڅنګ کار وکړي.»

د غور ولایت دغه انځورګر زیاتوي چې په افغانستان کې د وروستیو جګړو پرمهال افغانانو په ځانګړې توګه ښځو ته ډېر زیانونه اوښتي او اړتیا ده چې ښځې او نارینه‌ دواړه د هېواد د پرمختګ لپاره هڅه او ګډ کار وکړي.

نوموړی همداراز د اسلامي امارت له لوري د اسلامي حجاب د مراعتولو فرمان څخه ملاتړ کوي او د سرپرست حکومت له مسوولانو غواړي چې ښځو او نجونو ته د کار او زده‌کړو زمینه برابره کړي.

همایون عارفي زیاتوي: «زما غوښتنه د افغانستان له اوسني حکومت څخه دا ده چې اسلامي حجاب ډېر ښه عمل دی، خو د ماسک په اغوستلو او په زوره نه، ځکه چې د څلوېښت کلنې جګړې په ترڅ کې ډېر افغانان او ښځې ووژل شول. ډېرې ښځې کونډې شوې، ماشومان یې یتیمان شول او اوس اړتیا ده چې ښځې د نارینه‌وو ترڅنګ کار وکړي. ښځې د خپلو کورنیو ډوډۍ راوړونکي دي، که ښځو ته اجازه ورکړل شي چې په اسلامي حجاب کې د نارینه‌وو تر څنګ کار وکړي، دا به ډېره ښه خبره وي.»

د امر بالمعروف او نهې‌ عن‌المنکر وزارت په دې وروستیو کې یو تازه مکتوب خپور کړی چې په‌کې د ټلوېزیونونو له ښځینه ویاندویانو غوښتل شوي، څو د خپرونو د مخې ته وړلو پرمهال باید خپل مخونه پټ کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د اسلامي امارت دغه سپارښتنه له پراخو کورنیو او نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوې ده، خو د اسلامي امارت مسوولانو دغه سپارښتنه پرېکنده بللې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام