غزني د هېواد له کرنیزو ولایتونو دی چې ډېری کورنۍ یې په مرکز او ولسوالیو کې په کرنه او مالدارۍ بوختې دي.

د دې ولایت د نارینه‌وو تر څنګ، مېرمنې هم په ځانګړي ډول په کرنه او مالدارۍ کې د پام وړ رول لري.

د دغه رول او اغېز ترڅنګ، یادې مېرمنې د مالدارۍ په برخه کې له ځینو ستونزو هم ځوریږي.

دوي وايي، د خپلو لبنیاتو لکه شیدو، مستو او قیماق د خرڅلاو لپاره ثابت بازار نه‌لري.

یو شمېر مالدارې مېرمنې وايي، اړې دي چې د خپلو مالونو شیدې په مستو بدلې کړي، بیا یې د خرڅولو لپاره ښار ته ولیږي چې ډېر ورته سخت تمامیږي.

د غزني د خواجه عمري ولسوالۍ اوسېدونکې کریمې چې  په مالدارۍ بوخته ده له سلام‌وطندار سره خبرو کې وویل:

«موږ مستې او شیدې تولیدوو. داسې کوم ځانګړی شرکت نشته چې موږ ورته خپل محصولات لیږو. موږ یوازې له دوو یا دریو دوکانونو سره قراردادونه لرو. سهار وختي خپل محصولات شاوخوا اوه بجې غزني ښار ته لیږو. موټر له کلي څخه دی. موږ هره ورځ دوه، درې یا څلور سطلونه لېږو او موږ د هر سطل لپاره شل افغانۍ ورکوو.»

دغه مېرمن چې څلور غواګانې او څو پسونه لري وایي، دا کار یې د یوې موسسې په مرسته پیل کړی چې اوس هم ملاتړ ته اړتیا لري.

هغې زیاته کړه: «په پیل کې، یو کرنیز انسټیټیوټ راغی او موږ ته یې د شیدو او مستو د تولید په اړه روزنه راکړه. د اوس لپاره، موږ ځانونه چمتو کوو او زده‌کړې مو کړې دي. هیڅ دولتي ادارې موږ سره مرسته نه‌ده کړې. موږ له حکومت څخه غوښتنه کوو چې همکاري وکړي؛ دا به د هغو کسانو لپاره لویه مرسته وي چې اقتصاد یې کمزوری دی.»

په همدې حال کې، د غزني د سوداګرۍ او پانګونې خونه هم د لبنیاتو د بازار نشتوالی تاییدوي.

د غزني د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس عبدالمتین قلندري له سلام‌وطندار سره خبرو کې وویل، تراوسه د لبنیاتو د ښه تولید او مناسب بازار لپاره له مالدارو مېرمنو سره هېڅ مرسته نه ده شوې.

«له بده‌مرغه غزني کې د ښځو د کرنیزو محصولاتو او لبنیاتو د خرڅلاو لپاره هیڅ باثباته بازار نشته او تر اوسه پورې په دې سکتور کې فعالو میرمنو ته کومه ځانګړې مرسته نه ده ورکړل شوې. د لبنیاتو محصولات په منظم بسته بندۍ کې په سمه توګه چمتو کولو، د هغوی ښه پروسس کولو او د ښه ذخیره کولو او ترانسپورت لپاره د بسته بندۍ ماشینونو چمتو کولو لپاره مالي مرستې ته اړتیا ده.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


په ورته وخت کې اقتصادي کارپوهان له ښځینه مالدارو د ملاتړ لپاره مشخصې حللارې وړاندې کوي.

اقتصادي کارپوه مهدی رضایي سلام‌وطندار ته وویل: «ډیرې حل لارې شته. تر ټولو مهم یې د مشارکت په مدیریت سره د محلي بازارونو رامینځته کول دي؛ پدې مدیریت کې، خصوصي ادارې او حکومت دواړه باید ونډه ولري، ترڅو ښځې وکولی شي خپل محصولات په دې بازارونو کې وپلوري. همدارنګه د بازارموندنې په برخه کې ښځو ته روزنه ورکول دي. بسته بندي او پلور ډېر مهم دی. ښځې باید وکولی شي چې د خپلو محصولاتو پلور لپاره له ټکنالوژۍ څخه استفاده وکړي.»

اخوا، د غزني د کرنې او مالدارۍ ریاست د نباتاتو د ساتنې مدیر محمد ذکریا هوتک وایي، ښځې خپل د مالدارۍ فارمونو تولیدات اکثره غیرمستقیم بازار ته وړاندې کوي، په داسې حال چې د هغو فارمونو لبنیات او محصولات هم مېرمنې تنظیموي، کوم چې د نارینه‌وو له خوا سمبالیږي.

نوموړی وایي: «دامهال غزني کې ۱۶ د څارویو فارمونه شته چې د شیدو، قیماق او نور محصولات تولیدوي. که څه هم داسې فارمونه نشته چې په مستقیم ډول ښځې په کې کار وکړي او تولید ولري، خو ښځې په غیرمستقیم ډول د هغو کورنیو له لارې چې دا فارمونه اداره کوي، د لبنیاتو محصولاتو په تولید، راټولولو او پروسس کې فعال رول لوبوي.»

د یادونې ده چې د لبنیاتو د تولیداتو لپاره د ثابت بازار نه‌موجودیت او د اړینو اسانتیاوو نه‌لرل، هغه ننګونې دي چې د مالدارۍ په برخو کې بوختې مېرمنې ورسره مخ دي.

د حکومتي مسؤلو ادارو ملاتړ، د وړ بازارونو رامنځ ته کول، د مسلکي او تخصصي روزنې زمینه برابرول څو وکولای شي، په معیاري ډول خپل محصولات بسته بندي کړي او د بازارموندنې لپاره له ټکنالوژۍ څخه ګټه اخیستنه هغه لارې چارې دي چې په پایله کې یې د اقتصادي پیاوړتیا لپاره اړین سهولتونه برابرېدلی شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام