په داسې حال کې چې له ایران څخه هره ورځ زرګونه افغانان بېرته هېواد ته راستنېږي، د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د یوناما مشرې روزا اوتنبایووا، د هرات  اسلام‌‌کلا سرحدي سیمې ته له خپل سفر وروسته، د افغانانو د بشري وضعیت په اړه خبرداری ورکړی دی.

د یوناما له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې بشري ناورین ورځ تر بلې ژورېږي او د بېرته ستنېدونکو کډوالو اړتیاوو ته د رسېدنې لپاره بودیجه کمه ده.

په خبرپاڼه کې د اوتنبایووا له قوله ویل شوي، اوس هغه وخت دی چې نړیواله ټولنه باید خپل مسؤولیت د افغانستان پر وړاندې ادا کړي.

په خبرپاڼه کې د یوناما د مشرې له قوله راغلي: «بشردوستانه فعالیتونه له جدي مالي کمښت سره مخ دي. د افغان کډوالو پراخه بېرته راستنیدنه، که په زور یا خپله خوښه وي، خو د نړیوالې ټولنې لپاره د خطر زنګ دی. دا وضعیت موږ له یوه سختې ازموینې سره مخ کوي، څو خپل بشري مسؤولیتونه ادا کړو. افغانستان، چې له پخوا راهیسې د وچکالۍ او دوامداره بشري ناورین له ستونزو سره لاس او ګرېوان دی، د کډوالو د بېرته راستنېدو له دې نوې څپې سره د مقابلې وس نه لري.»

بل‌خوا د امارت اسلامي چارواکو هم په دې وروستیو ورځو کې له بېلابېلو هېوادونو او نړیوالو ادارو سره په جلاجلا لیدنو کې ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه دې د بېرته ‌راستنېدونکو افغانانو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره له افغانستان سره ګډې هڅې وکړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي، پرون د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له مشر او د یوناما له مشرې سره په لیدنه کې ویلي چې سرپرست حکومت یوازې نشي کولای د ټولو راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت سلام‌وطندار ته وویل: «افغانان هېواد ته په راستنېدو له ډېرو ستونزو سره مخ دي او دې ستونزو ته د رسېدنې لپاره، اړتیا ده چې نړیواله ټولنه همغږي ګامونه واخلي.»

د یوناما د شمېرو له مخې، له روان میلادي کال راهیسې تر دې دمه، له ۱.۳ میلیونو څخه زیات افغانان هېواد ته بېرته ستانه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا ۷۰سلنه افغان وګړي د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او د کډوالو دا بېرته راستنیدنه د هېواد پر نازک اقتصادي حالت نور هم فشار زیات کړی دی.

افغانستان کې د ملګروملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ استازی عرفات جمال د اسلامي امارت د ریاست‌الوزرا له اداري مرستیال عبدالسلام حنفي سره په لیدنه کې ویلي، د بېرته ستنېدونکو کډوالو د اړتیاوو پوره کولو لپاره به لس میلیونه امریکايي ډالر ځانګړي شي.

بل‌خوا، یوشمېر له ایران څخه تازه بېرته ستانه شوي افغانان د خپل خراب وضعیت او بې‌وسۍ څخه شکایت لري.

حسین‌علي وايي: «دلته راغلو چې نه کور شته او هېڅ هم نشته، یو فرشن نشته چې اولادونه مو پرې ویده شي، د خپلوانو کور ته ځوو، یوه شپه به یو ځای راکړي، بل به یې، رانکړي.»

د اسلامي امارت سفیرانو په قطر او متحده عربي اماراتو کې د یوشمېر هېوادونو له استازیو او خیریه بنسټونو سره د لیدنې پرمهال د افغان راستنېدونکو لپاره د مرستو غوښتنه هم کړې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام