د میدانوردګ مسوولان وايي، تېره شپه شاوخوا چک، دایمیرداد او نرخ ولسوالیو کې د سختو ورښتونو له امله سېلابونه راوتلي چې خلکو ته یې درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي.
د دغه ولایت د طبیعي پېښو پرضد د مبارزې رییس مولوي فیضالله جلالي نن (شنبه، سرطان ۷مه) سلاموطندار ته وویل، د لومړنیو مالوماتو له مخې، د سېلابونو له امله د نرخ ولسوالي «څینځايي» سیمه کې یو کس ژوند بایللی او ۳ نور ټپيان شوي.
هغه زیاته کړه چې د سېلابونو له امله د کلیو لارې هم د تګ راتګ پر مخ تړل شوي او ګڼ شمېر موټر او څاروي اوبو له ځان سره وړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
جلالي زیاتوي چې د طبیعي پېښو پرضد د مبارزې ریاست مرستندویه ټېمونه ولسوالیو او کلیو ته استول شوي او ډېر ژر به زیانمنو کورنیو سره بېړنې مرستې وشي.
د راپورونو پر اساس، د میدانوردګ تر څنګ، تېره یوه شپه او ورځ کې د هېواد ځینو نورو ولایتونو کې هم سېلابونه راوتلي چې خلکو ته یې مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.



