
میدانوردګ کې سېلابونو ځاني او مالي زیانونه اړولي
د میدانوردګ مسوولان وايي، تېره شپه شاوخوا چک، دایمیرداد او نرخ ولسوالیو کې د سختو ورښتونو له امله سېلابونه راوتلي چې خلکو ته یې درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي.
د دغه ولایت د طبیعي پېښو پرضد د مبارزې رییس مولوي فیضالله جلالي نن (شنبه، سرطان ۷مه) سلاموطندار ته وویل، د لومړنیو مالوماتو له مخې، د سېلابونو له امله د نرخ ولسوالي «څینځايي» سیمه کې یو کس ژوند بایللی او ۳ نور ټپيان شوي.
