اوکرایني چارواکو اعلان کړی چې د یاد هېواد په څو برخو کې د روسیې د بېپیلوټه الوتکو او توغندیو بریدونو پرمهال لږترلږه ۱۵ کسان وژل شوي او له ۷۵ څخه ډېر ټپیان دي.
د اوکراین ولسمشر ولودېمیر زېلېنسکي نن (سهشنبه، د جون ۱۷مه) پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې روسیې د اوکراین پر څو ښارونو د ډرون څه باندې ۴۴۰ بریدونه او ۳۲ توغندي ویشتلي دي.
د اوکراین د کورنیو چارو وزیر د پیښې په ځای کې خبریالانو ته وویل چې یو امریکاي وګړی هم د بم د ټوټې له امله مړ شوی دی. هغه خبرداری ورکړ چې د وژل شویو شمېر ښايي لوړ شي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د کېیف ښاروال بیا ویلي چې د ښار په دوو نورو سیمو کې د اوکراین د هوايي دفاعي سېستم لهخوا د ډرون له نسکورولو وروسته، اورلګېدلی دی.
د ۲۰۲۲ کال په فبروري کې د اوکراین او روسیې ترمنځ د شخړې له پیل راهیسې، دواړو خواوو د ملکي وګړو په نښه کول رد کړي دي؛ خو تراوسه په جګړه کې زرګونه ملکیان وژل شوي او ټپیان شوي دي.
د شخړې د پای ته رسولو لپاره نړیوالو هڅو تراوسه کومه پایله نهده ورکړې او د مسکو او کېیف ترمنځ خبرې د بندیانو تر تبادلې پورې محدودې وې.


