د قطر بهرنیو چارو وزارت نن (دوشنبه، ثور ۸) ویلي چې د دغه هېواد لومړي وزیر او بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن الثاني نن دوشنبه د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي سره لیدلي.
دغه لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په دوه اړخیزو همکاریو او د ګډو ګټو پر یو شمېر مسلو خبرې شوي دي.
د یادونې ده چې امیر خان متقي نن د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ قطر ته سفر وکړ.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل سلاموطندار ته وویل، امیر خان متقي به د قطر بهرنیو چارو وزیر ترڅنګ د هغه هېواد ګڼو نورو چارواکو سره پر دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو بحث او خبرې وکړي.
ده وویل، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست به قطر کې د یوشمېر نورو هېوادو له استازو او ډيپلوماټانو سره هم وګوري او د هېواد پر اوسني سیاسي وضعیت او اړیکو به ورسره بحثونه وکړي.
قطر لسیزو راهیسې د افغانستان سیاسي مسلو کې فعاله رول درلودلی.
دغه هېواد ۱۳۹۲ کال کې اسلامي امارت ته اجازه ورکړه چې د افغانستان پخواني حکومت سره د خبرو لپاره دوحه کې رسمي دفتر پرانیزي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
همدارنګه دغه هېواد د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ د غونډو او د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته یې د افغانستان په چارو کې د هېوادونو د ځانګړو استازو او ملګروملتونو د ناستو کوربهتوب هم کړی دی.
د سیاسي چارو کارپوه نجیبالرحمان شمال د افغانستان سیاسي مسایلو کې د قطر رول ته په اشارې وايي، دغه هېواد سره د ډیپلوماټیکو اړیکو ټینګښت کولی شي نورو هېوادونو په ځانګړې توګه امریکا سره د افغانستان اړیکې ښې کړي.
سیاسي او نړیوالو چارو بل کارپوه مطیعالله ارینپور وايي، قطر یو شتمن عربي هېواد دی او کولی شي د افغانستان د اقتصادي اړیکو ښهوالي او د پانګونې په برخه کې موثره رول ولري.
د هغه په وینا، اسلامي امارت دې د نړۍ په سطحه د قطر دریځ ته په پام هڅه وکړي چې نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د اړیکو جوړېدو او د باور رامنځ ته کولو زمینه برابره کړي.
د ملګروملتونو امنیت شورا د یکشنبې په ورځ د بهرنیو چارو وزارت په سرپرست امیرخان متقي د سفر بندیز یوه اونۍ معاف کړ. د امنیت شورا خبرپاڼه کې ویل شوي چې ښاغلی متقي د اپرېل له ۲۷مې د مې تر ۴مې د قطر چارواکو سره د لیدنې لپاره سفر کولی شي.



