Asset 1SWN

د کرنې وزارت یو پلاوی ایران ته لاړ

Iran-2-1024x576

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال صدراعظم عثماني په مشرۍ یو پلاوی د ایران صادراتي وړتیاوو په اووم نړیوال نندارتون «ایران اکسپو» کې د ګډون په موخه هغه هېواد ته سفر وکړ.

دغه وزارت نن شنبه پر اېکسپاڼه لیکلي چې د یاد پلاوي د سفر موخه د ایران کرنیزو او حیواني محصولاتو او نوې صنعتي ټکنالوژۍ څخه لیدنه، ایران کې مېشتو افغان سوداګرو سره د نظریاتو تبادله او افغانستان کې پانګونې ته هڅول، بهرنیو پانګوالو جلب، د کرنې او مالدارۍ سکټور وده، اقتصادي اړیکې، د کرنیزو محصولاتو د صادراتو او وارداتو برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کول دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


له صدراعظم عثماني سره دې سفر کې د سوداګرۍ او پانګونې مرستیال محمد یونس مهمند او د کرنې وزارت یو شمېر نور مسوولان هم ملتیا کوي.

د ایران د «اکسپو» نړیوال نندارتون د ثور له اتمې تر ۱۲مې هغه هېواد کې ترسره کیږي.

د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې، د کرنې او مالدارۍ وزارت مرستیال د افغانستان د کرنې برخه کې پراخو ظرفیتونو ته په اشاره هیله څرګنده کړې چې دغه سفر به د سوداګریزو اړیکو پراخېدو او د لا زیاتو پانګونو د جلب لامل شي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام