د لمر په راختلو سره د انګړ له کونجه یوه لویه ژیړه بوجۍ را پورته کوي او له کوره بهر کیږي.
هغه پناهداد نوميږي او۴۰کاله عمر لري. په کوڅو، سړکونو او هر ځای چې کې خځلې راټولې وي، د هغه څه په لټه کې وي چې له لارې یې کولی شي، یو څو افغانۍ وګټي.
خپلې شپې او ورځې د پروان د مرکز چاریکارو ښار په یوه څنډه کې یوه زاړه کور کې تېروي.
هغه له کلونو راهیسې شیشهيي بوتلونه، پلاستیک او کارټنونه یانې خځلې راټولوي، ترڅو په څو افغانیو یې وپلوري او د خپلې کورنۍ لپاره یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي.
«سهار ملا ازان پاڅېږم او تر مازیګره مې همدا کار دی، ښار کې پاتې شوني او خځلې ټولوم. خلک یې له کورونو بهر غورځوي، زه یې راټولوم او له همدې لارې پیسې ګټم. همدا مې کار دی.»
د پناهداد لپاره پاتېشوني یوازې خځلې نهدي؛ بلکې د هغه لپاره د ژوندي پاتې کیدو یو عامل دی، ژوند هغه ته دا فرصت نهدی ورکړی چې له بلې لارې پېسې وګټي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
له ستونزو سره سره، هغه اړ دی چې د یوې مړۍ ډوډۍ او د خپلې میرمنې او ماشومانو د لومړنیو اړتیاوو پورهکولو لپاره، خځلې راټولې کړي.
«ولا همدا د پلاستیک قوطي کور کې سوځوو، یولس کسان یو، مور مې هم راسره شته، مېرمن مې ده. ۶ اولادونه مې دي چې دوه مې لورګانې دي، له همدې لارې ژوند مخ ته وړو.»
که څه هم پناهداد د خپل کار پرمهال درد یا ستونزې پسې نهګرځي؛ خو بیا هم د خځلو راټولول وخت نا وخت هغه ځوروي. د دې لپاره چې څوک یې ونهپېژني، ښار کې د خځلو راټولولو پرمهال خپل مخ پټوي، ترڅو د چاریکارو په کوچني ښار کې یې ملګري او خپلوان ونهویني.
«قوم لرم، مخ مې پټوم، له مجبورۍ دا کار کوم تر څو څوک مې ونه ویني، ټول خلک راځي همدې ښار کې ګرځي، وروره که ریښتیا ووایم دا اوس زه خپله تر ۳ نیم لکه افغانیو پوروړی یم.»
یو بل احساس چې پناهداد د خځلو راټولولو پرمهال ځوروي دا دی چې نور کسان فکر کوي چې هغه په نشهيي توکو روږدي دی.
وايي، خلک فکر کوي چې هغه د نشهیي توکو د اخیستلو لپاره د پېسو ګټلو لپاره پلاستیکونه او کارټنونه راټولوي، په داسې حال کې چې هغه د خپلې کورنې لپاره د یوې مړۍ ډوډۍ پیداکولو لپاره دغه کار ته مخه کړې.
«ډېر خلک شته چې فکر کوي، زه پوډري یم او د پوډو په لټه ګرځم، خو نه داسې نه ده، الله دې ما راتونکې کې هم له دغو پوډرو وساتي. خو څه وکم مجبوري ده، د کور خرڅ پوره کولو لپاره باید کار وکم، همدا ژوند دی نو.»
د لمر لوېدو سره، د پناهداد یوه کاري ورځ هم پایته رسیږي؛ د ستړیا، درد او بېحسۍ ډکه ورځ.
هغه په ستړي ځان نهشکایت لري او نهد ښه راتلونکي لپاره هیله؛ هغه خپله ورځ د خځلو په راټولولو تېروي، ورځ پایته رسیږي، شپه کیږي؛ خو سبا بیرته همدې کار ته راستنیږي.






