د ډونالډ ټرمپ ګولډ کارټ «سرو زرو کارټ» په حقیقت کې د اي‌بي‌-۵ په نوم د کډوالۍ پروګرام بیا راژوندي کول دي. دغه پروګرام په ۱۹۹۰ کال د امریکا کانګرېس له لوري تصویب شو او بهرنیو پانګوالو ته یې، اجازه ورکوله چې د امریکا په اقتصادي پروژو کې د یو میلیون ډالرو په پانګونې سره د یاد هېواد دایمي اقامت ترلاسه کړي.

دغه اقامت له ګرین کارټ سره یوځای و او کډوال به یې، د شغلي او سیمه‌ییزو ویزو له محدودیتونو خلاصاوه.

خو د ټرمپ په وړاندیز شوې نسخه کې د پانکونې کچه پنځه میلیونه ډالرو ته لوړه شوې، د پانګونې لپاره سیمه‌ییز شرایط لرې شوي او د پخوانیو ویزو پېچلي اداري بهیر هم ساده شوی دی.

د ځینو ویزو خلاف د ټرمپ ګولډ کارټ لرونکي به د ژوند کولو او دندې ټاکلو کې په بشپړه توګه ازاد وي.

د دې کارټ ترټولو ښه ګټه دا ده چې لرونکي به یې، د بهرنیو عوایدو د مالیې له ورکړې معاف وي. که ساده یې کړو، داسې چې د امریکايي وګړو خلاف هغه کس چې د ټرمپ ګولډ کارټ لري او له امریکا بهر عواید ترلاسه کوي، نو د مالیې له ورکړې معاف دی.

دا چاره به په ځانګړې توګه د چین، منځني ختیځ او روسیي وګړو او پانګوالو ته تر ټولو په زړه پورې وي، څو یاد کارټونه ترلاسه کړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د ټرمپ د سوداګرۍ وزیر هاوارډ لاتنیک اعلان کړی چې یوازې د یوې اوونۍ پرمهال ۱۰۰۰ کارټونه پلورل شوي چې د امریکا دولت ته یې، پنځه میلیارډ ډالر عواید ترلاسه کړي دي.

لاتنیک وايي، ۲۰۰زره دغه ګولډ کارټ پلوري چې د هر یوه کارټ بیه پنځه میلیونه ډالر ده او یو ټریلیون ډالر عواید به ترې ترلاسه کړي.

د نوموړي په وینا، دغه عواید کولای شي چې د امریکا د ۳۶.۵ ټرېلیون ډالرو پور د پام وړ برخه برابره کړي.

که څه هم د امریکا سوداګرۍ وزیر وايي چې تراوس ۱۰۰۰ کارټونه پلورل شوي، خو ټرمپ وايي، لومړنۍ کس دی چې دغه کارټ یې، اخیستی دی.

نوموړي پنجشنبه، اپرېل درېیمه، فلورېډا په ځانګړې «اېرفورس وان» الوتکه کې د سفر پرمهال یاد کارټ رسنیز کړی چې د نوموړي انځور هم پرې لګول شوی دی.

نوموړي خبریالانو ته وویل چې ټاکل شوې، دغه کارټ تر راتلونکو دوو اوونیو په رسمي توګه اعلان شي او بیه به یې، پنځه میلیونه ډالر وي.

هغه خبریالانو ته وویل: «د پنځه میلیونه ډالرو لپاره دا کارټ ستاسو کېدای شي. د سرو زرو کارټ دی؛ د ټرمپ کارټ!»

ټرمپ وايي، دغه کارټ د نوموړي د پراخ پروګرام یوه برخه ده او غواړي له ناورین وروسته د امریک اقتصاد بېرته په پښو ودروي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام