
د ډونالډ ټرمپ د پنځه میلیونه ډالرو سروزرو کارټ په اړه څومره پوهېږئ؟
د ډونالډ ټرمپ ګولډ کارټ «سرو زرو کارټ» په حقیقت کې د ايبي-۵ په نوم د کډوالۍ پروګرام بیا راژوندي کول دي. دغه پروګرام په ۱۹۹۰ کال د امریکا کانګرېس له لوري تصویب شو او بهرنیو پانګوالو ته یې، اجازه ورکوله چې د امریکا په اقتصادي پروژو کې د یو میلیون ډالرو په پانګونې سره د یاد هېواد دایمي اقامت ترلاسه کړي.







