د مالیې وزارت مسوولان وايي چې د روانې اوونۍ پرمهال به د ټولو دولتي کارکوونکو معاشونه ورکړل شي.

د مالیې وزارت نن سه‌شنبه، کب ۲۸مه، پر خپله اېکس‌پاڼه د معاشونو د نورم بدلون په اړه خپاره شوي، لېسټونه او په دې تړاو اوازې ناسمې بللې دي.

وزارت لیکلي: «د تېرو څو ورځو راهيسي په رسنيو او ټولنیزو پاڼو کي، چي د امارتي ادارو د معاشونو د نورم د تغير په تړاو کوم لیستونه او اوازې خپرېږي، په مطلق ډول ناسم دي.»

په ورته مهال مالیې وزارت ډاډ ورکړی چې د دولتي کارکوونکو معاشونه به د همدې روانې اوونۍ په ترڅ کې ورکړل شي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


نن د کب ۲۸مه ده او نوي مالي کال ته یوازې دوه ورځې پاتې دي، خو دولتي کارکوونکو د روان کال د سلواغې او کب میاشتو معاشونه نه‌‌دي اخیستي.

د دولتي کارکوونکو د معاشونو ورکړې برخه کې ځنډ د ډېری کارکوونکو د اندېښنې لامل شوي دي. له دې وړاندې د دولتي کارکوونکو د مرغومې «جدي» میاشتې معاشونه هم په ځنډ ورکړل شوي وو.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام