Asset 1SWN

سلام وطندار

عبدالسلام حنفي اوزبکستان ته ولاړ

شش

د رییس‌الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د یوه لوړپوړي پلاوي په مشري اوزبکستان ته تللی دی. د ا.ا ویاند ذبېح.الله م.جاهد پر اېکس یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې دغه سفر د سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري اړیکو د پیاوړتیا لپاره شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په خبرپاڼه کې لیکل شوي: «د افغانستان د ا.ا پلاوی اوزبکستان ته له رسېدو سره سم د هغه هېواد د لومړي وزیر مرستیال ښاغلي جمشېد خواجه‌یوف له لوري یې داسې مهال هرکلی وشو چې د ا.ا سفیر او نور استازي هم وو.»

نوموړی وايي، تمه لري چې د دغه سفر په پای کې د افغانستان او اوزبکستان ترمنځ دوه‌اړخیزې اړیکې د تېر په پرتله لا ټینګې شي او په بېلابېلو برخو کې لازمې لاسته‌راوړنې ولري.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

اوزبکستان د افغانستان ګاونډی هېواد دی چې له ا.ا سره نږدې اړیکې لري او په تېرو څه باندې درېوو کلونو کې یې څو لوړپوړي چارواکي افغانستان ته هم راغلي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام