د میدانوردګ د کرني، اوبولګولو او مالداري ریاست مسوولان وايي، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د ۱۵ پروژو کارونه د ملګروملتونو د خوړو او کرنې نړیوال سازمان( FAO) له لوري پیل شوې.
د یاد ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالداري ریاست څخه سلاموطندار ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، د میدانوردګ کرنې او مالدارۍ ریاست په هلوځلو، د سټارز موسسې په تخنیکي همکاري او د FAO په مالي مرسته، په درېوو ولسوالیو کې ۱۵ پروژې پيل شوې.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه پروژې په نرخ، جغتو او دایمیرداد ولسوالیو کې چې سیمي یې مخکی سروې شوې وې، اوس پهکې د چکډېمونو، ټرنچونو او نورو کوچنیو ساختماني پروژو کارونه شروع شوي چې له ډلي ۷۲زره ټرینچونه، ۲۵ واړه چکډمونه، ګودرونه ،حوضونه، کاریزونه او د کالیو مېنځلو ځایونو جوړول شامل دي.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، په دغو پروژو باندي شاوخواه ۳۰۰زره ډالر لګښت راځي، چې د ملګروملتونو د خوړو او کرنې سازمان یا ( FAO ) له لوري ورکول کېږي او چاري به یې د ۴۰ ورځو په موده کې بشپړه او ګټياخیستني ته وسپارل شي.
په یادو پروژو کې (١٢٠٠) کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې چې ۴۰ ورځو کې به هر کارګر ته د کار په مقابل کې ۲۰۰ ډالر نغد ورکړل شي.
د میدانوردګ اوسېدونکي هم خوښ دي چې په دغه ولایت کې ۱۵ بېلابېلې رغنیز پروژې پيل شوې، خو ټینګار کوي چې یادې پروژې دې دوامداره شي.