د کابل د عامه کتابتون مسوولان وايي چې د تېرو درېوو کلونو پرمهال دغه کتابتون ته د ورتلونکو کسانو شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی او شمېر یې، له ۸۰۰ څخه ۱۵۰۰ کسانو ته لوړ شوی دی.

د کابل د عامه کتابتون د عامه اړیکو عمومي مدير خالد اوریا سلام‌وطندار ته وايي، هڅه کوي چې د بېلابېلو پروگرامونو له لارې په ټولنه کې د کتاب لوستنې فرهنګ دود کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د هغه په وینا، د سرپرست حکومت په راتگ سره د عامه کتابتونونو د ریاست په چارو کې مثبت بدلونونه راغلي او دا چاره لامل شوې چې د دغه کتابتون په مراجعینو کې زیاتوالی راشي.

د مراجعینو په شمېر کې ډېروالی، د نویو کتابونو پېرودلو له لارې د عامه کتابتونونو د سرچینو زیاتېدل، په ټولنه کې د کتاب لوستنې فرهنګ د پراختیا لپاره د پروگرامونو پلي‌کول، په تېرو درېیو کلونو کې هغه بدلونونه دي چې د مسوولانو په وینا، دغه  کتاب‌تون کې راغلي دي.

هغه سلام‌وطندار ته وویل: «د عامه کتاب‌تون تر ټولو مهمه دنده په ټولنه کې د مطالعې دودول دي. په دې برخه کې پخوا نه کوم پروگرام ورته نیول کېده، نه کار ورته کېده؛ ډېری خلک د کتاب‌تون له نوم سره بلدتیا نه‌لري.»

د نوموړي په وینا د عامه کتابتونونو رياست د افغانستان په کچه ۹۷ کتابتونونه لري، چې یوازې په کابل کې۱۲ کتابتونونه لرو، چې ۸ يې د کابل په مرکز کې او ۴ يې په ولسواليو کې فعاليت کوي.  د دې ترڅنگ ۲۴ خصوصي کتابتونونو ته یې هم جوازونه ورکړي دي. په دغه کتابتونونو کې شاوخوا ۱۲۰ زره کتابونه شتون لري، چې د اسلامي علومو، ټولنيزو علومو، طبيعي علومو او نورو برخو کتابونه پکې شامل دي.

د کابل د عامه کتابتون د عامه اړیکو عمومي مدير خالد اوریا وویل: «د عامه پوهاوي برخه کې موږ بېلابېلې برنامې جوړې کړي دي. د ځوانانو لپاره مو سیمینارونه ترسره کړي، دغه‌راز د کتاب‌لوستلو سیالۍ چې نجونو هم پکې کډون درلود ترسره شوي دي…موږ نورې منظمې برنامې هم لرو چې پر مټ یې، کولای شو مطالعې ته وده ورکړو.»

زبیر صافی چې عامه کتابتون ته د مطالعې لپاره راغلی، وايي، د مطالعې لپاره اړ شوی چې نورو کتاب‌تونونو ته پیسې ورکړي، خو په وینا یې، د یوه ملگري په مرسته یې، دا کتاب‌تون پیدا کړ.

هغه وویل: «زه په دې لټه کې وم چې کتاب‌تون پیدا کړم، نو ما ویل چې نه‌شته، زه دې ته مجبورم شوم، چې پوهنتون ته یو فیس ورکړم؛ خو یوازې د هغه له کتاب‌تون څخه استفاده وکړم. ښه خبره دا وه چې ما دلته عامه کتاب‌تون پیدا کړ او د فیس له ورکولو وژغورل شوم.»

خو یوشمېر نور ځوانان بیا هېواد کې روان وضعیت او د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو تړل‌کېدل، هغه څه بولي چې له امله یې، مطالعې ته د دوی انګېزه کمه شوې.

د کابل پوهنتون د ادبیاتو له پوهنځي فارغه شوې طوبا رسولي سلام‌وطندار ته وايي، د ښوونځیو  او پوهنتونونو په تړل‌کېدو سره یې مطالعې ته لېوالتیا کم شوې. هغه وايي، پخوا یې اوونۍ کې یو کتاب مطالعه کاوه؛ خو اوس هغه انگېزه نه‌‌لري.

هغې وویل: «د نجونو پر مخ د پوهنتون دروازې وتړل شوې دا دې لامل شول، چې د کتاب له لوستلو سره مې انگېزه کمه شي؛ ځکه هغه وخت ډېر  هڅېدولو  ډېره مو لېولتیا ښودله، اوس چې کله انسان وغواړي مطالعه وکړي، په ذهن کې دا پوښتنه راولاړېږي چې اخېر به څه کېږي!؟ دومره مو چې وویل او  نیمگړي رانه پاتې شول، په دغه هېواد کې به چېرې ځای ونیسي!؟ دا دې لامل شوې چې د په‌خوا په پرتله بې‌انگېزه شو!»

د طوبا په څېر گڼ‌شمېر نورې نجونې او هلکان هم شته چې له ورته برخلیک سره مخ دي. عبدالله بشرمل وايي، د مطالعې لپاره یې انگېزه له‌منځه تللې. هغه  د کندهار  طب پوهنځي محصل دی، او په وینا یې، له مطالعې سره یې خپلې اړیکې پرې کړي او لامل یې نامعلوم برخلیک یادوي.

هغه وویل: «له مطالعې سره د ذوق او اړیکو پیکه کېدل همدا یو لامل لري، چې زما په څېر به ډېری ځونان د خپل گونگ راتلونکي په اړه به ډېر اندېښمن وي. د خپلې راتلونکې هغه مبهم حالت انسان ته دا منفي انرژي ورکوي، چې له هر ډول مطالهې سره اړیکې پرې کړي.»

د پوهنتون استاد او د افغانستان د خپرندوی ټولنې مشر سیداحمد سعید وايي، هېواد کې له سیاسي تحولاتو وروسته، د کتاب پلور بازار ۷۰سلنه رالوېدلی دی. د نوموړي په وینا، پخوا شاوخوا ۲۵۰ خپرندوی او ۵۰۰ کتابپلورونکو شتون درلودل چې مرکز او ولایتونو کې یې، فعالیت کاوه، خو اوس ۳۰سلنو یې دندې پرېښې دي. هغه وايي، له ۶۰ تر ۸۰ سلنې هېواد کې د کتابونو او کتابتونونو کار خرا ب شوی دی.

هغه وویل: «کتابتونو او خپرندوی خپل کارونه ځنډولي او پرېښې دي، که دا یې نه‌وو کړی، نه‌کېده. یوشمېر له دې امله کارونه وځنډول چې کارونه یې، مخته نه‌تلل، نو د کتابونو بازار چندیان ښه نه‌دی.»

بل‌خوا  یوشمېر ټولن‌پوهان وايي، پوهه په یوه ټولنه کې له بنسټیزو او مهمو مسلو څخه شمېرل کېږي چې ټولنه د پوهو خلکو په شتون او د پوهاوي په پراختیا سره سم راتلونکي ته رسېدای شي.

د دوی په وینا، شعوري وجود له کتابونو او د کتاب له لوستلو څخه سرچینه اخلي او  څو چې دکتاب او کتاب لوستنې ته وده ورنه‌کړل شي او ټولنه کې بنسټیزه نه‌شي، د ټولنې اړوند ارمانونو ته رسېدل به ستونزمن وي.

ټولن‌پوه استاد راشد صدیقي وویل: «د کتاب لوستلو کلتور ته وده ورکول، د کتابونو شتون او په ټولنه کې د کتاب لوستلو رامنځته کول، بیړنۍ اړتیا ده. موږ باید هڅه وکړو چې دې کلتور ته وده ورکړو او دا هڅې انفرادي، ټولنیز او بنسټیز دي. دا پدې مانا ده چې موږ، ټولنیز او کلتوري بنسټونه، د ټولنې غړي، کورنۍ، ټول هغه طبقې چې په ټولنه کې ژوند کوي باید د مطالعې  فرهنګ رامنځته کولو که کور کې وي، که بهر، مسوولیت لري او خپل مسوولیت باید ادا کړي.»

بل‌خوا د اطلاعات او  فرهنګ وزارت مسوولان وايي، یاد وزارت هڅه کوي، څو نږدې راتلونکي کې د کورنیو او بهرنیو بنسټونو سره مطالعې ته د اسانه لاسرسي پروگرامونه ولري او په هغه سیمو کې چې پروگرام لري، د کتاب لوستنې سیالي دود کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د اطلاعات او فرهنګ وزارت ویاند خبیب غفران سلام‌وطندار ته وویل: «یاد وزارت د خپرندوی، کتاب‌پلورونو، د عامه دولتي کتابتونونو او خصوصي کتابتونو د ملاتړ په موخه له پخوا او روان کال کې هم کورنیو او بهرنیو خصوصي سکټور سره هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړي او دا به نږدې راتلونکې کې عملي شي…»

د اطاعات او کلتور وزارت د معلوماتو له مخې، د کتاب‌لوستلو او  مطالعې د ودې په موخه د تېرو درېوو کلونو پرمهال د هېواد په مرکز او ولایتونو، کې مطالعې ته د ځوانانو هڅولو په اړه، د کتاب نندارتونه او نور بېلابېل پروگرامونه جوړ شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام