په فاریاب کې یوشمېر بڼوال وايي چې په دغه ولایت کې د موسمي بارانونو د ورېدو او ښه اقلیم له کبله د انګورو حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

دغه بڼوال سلام‌وطندار ته وايي، تېرکال د اقلیمي اغېزو، د افتونو او ناروغیو له کبله له ۳۰ تر ۴۰ سلنه انګور ترلاسه شوي وو، خو روان کال کې یاد حاصلات ۸۰ سلنه لوړ شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د فاریاب د شیرین تګاب ولسوالي یو بڼوال حاجی عبدالخلیل وايي، پر ۳۰ جریبه ځمکه د انګور باغونه لري او ۲۰ ډوله انګور په‌کې تولیدېږي. نوموړی هم د خپل  باغ له حاصلاتو  خوښ دی، خو  د بازار نشتون او د تازه انګورو او  ممیزو د بیې راټيټېدو بیا اندېښمن کړی دی.

د نوموړي په خبره، د میمنې ښار په بازار کې د تازه انګورو  د یوه من بیه  له ۱۰۰ نیولې تر ۱۵۰ افغانیو پورې ده،   چې  دوی لګول شوي مصارف نشي پوره کولی.

«د هر یو چې بازار ښه وي، هر کال چې پاکستان ته لېږدول کېدل مونږ ډېر انګور خرڅول، کریت کول مو او انګور مو  لیږل، خو سږ کال د پاکستان دروازه یوه ورځ خلاصه( پرانیستې) وي او لس ورځې تړلې وي، لس ورځې خلاصه وي یوه میاشت تړلې وي دا ستونزې ډېرې دي که دا ستونزې نه وي ټول انګور پاکستان ته تلل او د پاکستان په نوم نورو هېوادونو لکه هند یا عربستان ته تلل، اوس ستونزه همدا ده چې بازار کې بیه ډيره ټيټه ده. »

بل لور ته د فاریاب د قیصار ولسوالۍ یو تن بڼوال نجم الدین وايي چې د سړو خونو او د ممیزو د خونو نشتون، له هېواده بهر د انګور نه صادرېدل، د اوبو کمښت او  د بڼوالو  نه ملاتړ د هغوی پر وړاندې جدي ستونزې دي.

«د تېرو دوو کلونو په پرتله سږ کال حاصلات ښه دي، خو بازار سم ندی او بڼوالو خپل حاصلات په بازار کې ۱۵۰ افغانیو پ پلوري خو  د  خلکو اقتصادی وضیعت خراب دی نشي کولی په ۱۵۰ افغانیو هم واخلي، حکومت مو غوښتنه دا ده چې د ممیزو  د صاداراتو لپاره  زمینه برابره کړي او د هېواد او موږ اقتصادی وضیعت ورسره ښه شي. »

دغه بزگران  له سیمه ییزو  او مرکزي مسولینو غواړي چې تولیداتو ته يې په کور دننه او بهر  د بازار موندنې زمینه برابره کړي.

په همدې حال کې، د کرنې یو شمېر کارپوهان هم په دغه ولایت کې د تازه میوو په ځانګړې توګه  د انګورو  لپاره د مناسب بازار نشتون او د بیې ټيټېدل تايدوي او وايي چې له بڼوالو او کروندګرو نه ملاتړ، کورنیو کرنیزو تولیداتو ته د هغوی لیوالتیا کم کړې ده.

حفیظ الله پشخانی  یکی از کارشناسان کشاورزی در فاریاب می‌گوید که حدود ۱۵ هزار و ۹۷۰ هکتار تاکستان در فاریاب وجود دارد که سالانه نزدیک به ۳۰۰ هزار متریک تن انگور تولید می‌کند.

په فاریاب کې د کرنې یو کارپوه حفیظ الله پشخاني وايي، چې په فاریاب کې د د انګورو شاوخوا ۱۵ زره ۹۷۰ هکټاره تاکونه شتون لري چې هر کال نږدې ۳۰۰ زره مټریک ټنه انګور تولیدوي.

نوموړی زیاتوي چې حکومت باید د هېواد دننه د میوو د راټولولو په موسم کې په وارداتي میوو باندې ډیره مالیه وضع کړي تر څو  د کروندګرو او بڼوالو د تولیداتو د پلور (خرڅلاو )لپاره اسانتیاوې برابرې شي.

 (ماشاالله سږکال تولیدات ډیر دي د تېر کال په پرتله حاصلات ښه وو؛ خو خرڅلاو يې کمزوری دی، اسلامي امارت باید د صادارتو په برخه کې له خلکو او سوداګرو سره همکاري وکړي د خلکو لپاره هم ښه ده او اقتصاد يې ښه کیږي او د حکومت لپاره هم ښه ده له ماليې او ټکس یو ښه عاید کیږي او هم له بزګرانو، خلکو او کسبه کارانو سره همکاري کیږي.)

په همدې حال کې د فاریاب ولایت د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویج عمومي مدیر، غلام فاروق په دغه ولایت کې د انګورو حاصلاتو زیاتوالی تایدوي او وايي چې روان کال د انګورو د حاصلاتو ۳۸۱ زره مټریک ټنه وړاندوینه شوې چې د تېر کال په پرتله ۴۷ سلنه زیاتوالی ښېي.

نوموړی په فاریای کې د تولید شویو انګورو د صادراتو پر وړاندې له ګاونډیو هېوادونو سره د ټرانزیټي لارو تړل کېدل جدي ستونزه یادوي. ښاغلی فاروق وايي چې دغه ریاست د فاریاب د کروندګرو ستونزې له مرکزي مسولینو سره شریکې کړې دي.

 (متاسفانه هر کال د یوې سړې خوني او په دې برخه کې د یوې ستراتیژي نشتون له کبله د انګورو بیه ډېره ټيټه شوې په دې برخه کې زمونږ کروندګر او بڼوال شکایت لري، د فاریاب د کرنې ریاست هڅه کوي چې روان کال په قیصار ولسوالۍ او  میمنې ښار کې یوه معیاري سړه خونه جوړه کړي.)

دغه راز د فاریاب د کرنې د ترویج مدیر زیاتوي، چې تېر  کال د کرنې ریاست د موسسو په همغږۍ د دغه ولایت په بېلابیلو برخو کې له ۴۰۰ ډیرې معیارې د ممیزو خونې جوړې کړې او  ټاکل شوې روان کال هم په دغه ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې د ممیزو ۲۰ خونې او  د انګورو ۱۰ بڼونه جوړ کړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې تور انګور، سپین، سایبی، لعل بی دانه، شکر انگور و حسینی، انگور مسکه، قره زاغ ، شهابی،  اوخلیلی له مشهورو انګورو څخه دي چې په فاریاب ولایت کې تولیدیږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام