غزني کې امېندواره مېرمنې: د امېندوارۍ پر مهال مو ساه‌لنډي ځوروي

په غزني کې یوشمېر امېندواره مېرمنې وايي، د امېندوارۍ پر مهال ساه‌لنډي ورته پیدا کېږي او ځینې وخت له دې ناروغۍ د وتلو لپاره ځانګړي درمل وخوري چې په وینا یې، ښايي ماشوم ته یې زیان ورسېږي.
دوه امېندواره مېرمنې مرضیه او لیلی چې ساه‌لنډي یې ځوروي وايي، د امېندوارۍ په منځنیو میاشتو کې پر دې ناروغي اخته کېږي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت: د افغانستان صادرات ۱۰سلنه کم شوي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولان وایي، د روان کال په لومړیو پنځو میاشتو کې افغانستان له یوشمېر هېوادونو سره ۴ میلیارده او ۶۰۰ میلیونه ډالره سوداګریزه راکړه ورکړه کړې.

د یاد وزارت د مسوولانو په وینا، د یادې سوداګریزې راکړې ورکړې له ډلې څخه ۴ میلیارده او ۹۱ میلیونه ډالره یې، واردات او ۵۰۹ میلیونه ډالره یې صادرات دي.

جوزجان کې په ۱.۴ میلیارډ افغانۍ ۵۱ کیلومټره سړک جوړېږي

د جوزجان په قو‌ش‌تېپه او درزاب ولسوالیو کې په ۱.۴ میلیارډ افغانۍ د ۵۱ کیلومټره سړک د قیراچوونې چارې پیل شوې.

د جوزجان د ټولګټو ریاست مسوولان سلام‌وطندار ته وايي چې دغه سړک ۶ مټره پلنوالی لري چې ورسره دوه پُلونه، ۱۳۷ کوچني پُلونه او د ویالو سربېره استنادي دیوالونه هم لري.

خوست کې په ۷۴زره ډالرو د ۸ کارېزونو د بيارغونې چارې پيل شوې

د خوست شمل خرم فرعي سينديزې حوزې رياست مسوولان وايي، په مرکز او څلورو ولسواليو کې د اته کارېزونو د بيارغونې او پاکولو چارې پيل شوې.

د یادې سينديزې حوزې رییس عبدالقيوم ثابت وايي، د یادو کاريزونو د بيارغونې او پاکولو پروژې لګښت د يونسکو له لوري ورکول کېږي.

د کار او ټولنیزوچارو وزارت ۱.۵ میلیونه کسانو ته د کار زمینه برابروي

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولان وايي چې د کار ملي کنفرانس په جوړولو او یو‌شمېر ادارو سره د هوکړه‌لیکونو د لاسلیک له لارې غواړي چې ۱.۵ میلیونه کسانو ته په مستقیم او غیرمستقیمه توګه د کار زمینه برابره کړي. د دغه وزارت په وینا، په تېر یوه کال کې د کار بازار له اړتیا سره سم، ۷۴۷۳۸ کسانو ته فني او حرفوي زده‌کړې ورکړل شوي دي.

 یوه لارۍ‌چلوونکي درې اسراییلیان وژلي

په لوېدیځه غاړه کې درې اسراییلي ملکي وګړي هغه مهال وژل شوي چې یوه وسله‌وال پرې د اردو له پولې ډزې وکړې.

رویټرز خبري اژانس په یوه راپور کې ویلي، له هغه وخت راهیسې چې حماس د اکتوبر پر اوومه پر اسراییلو برید وکړ، اردون سره د پولې په اوږدو دا د خپل ډول لومړی برید دی.