د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولان وايي چې د کار ملي کنفرانس په جوړولو او یوشمېر ادارو سره د هوکړهلیکونو د لاسلیک له لارې غواړي چې ۱.۵ میلیونه کسانو ته په مستقیم او غیرمستقیمه توګه د کار زمینه برابره کړي.
دغه څرګندونې د یاد وزارت مسوولانو نن دوشنبه، وږي ۱۹مه کابل کې د دغه وزارت د تېر یو کلنو لاستهراوړونو د تشرېح پروګرام کې کړې دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د دغه وزارت په وینا، په تېر یوه کال کې د کار بازار له اړتیا سره سم، ۷۴۷۳۸ کسانو ته فني او حرفوي زدهکړې ورکړل شوي دي.
همداراز د تېرکال په اوږدو کې له ۶۸ موسسو سره د پاملرنې، فني او حرفوي زدهکړو او بشري مرستو په برخه کې د همکارۍ تفاهم لیکونه لاسلیک شوي او ۶۰زره کسانو ته ګټه رسېدلې او ۳زره نورو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې.
په ورته مهال ۱۱۸۷۵۵ کورنیو او ۳۳۸۱ بهرنیو اتباعو ته د کار جوازونه وېشل شوي، د فني او حرفوي زدهکړو ۱۵موسسو د فعالیت جوازونه ترلاسه کړي او د ۴ نورو موسسو د فعالیت جوازونه تمدید شوي دي.
په تېر یوه کال کې له ۶۳۴۱ یتیمانو سره مرسته شوې او ۱۰۲۹۷ ماشومانو ته د زدهکړو زمینه برابره شوې ده.
یاد وزارت له قطر، روسیې او متحده عربي اماراتو سره د ماهرو او نیمه ماهرو کارګرانو د لېږلو په اړه، لازمه همغږي کړې او له بېلابېلو ادارو سره یې، د همکارۍ تفاهملیکونو د لاسلیک پرمټ له ۸۰۲۲۵۲ اړمنو کورنیو سره مرسته کړې.
د کار ملي کنفرانس د ژمنو تعقیب، د کار د جوازونو وېش، له ۲۷ ولایتونو څخه د کار بازار په اړه د هر اړخیزه معلوماتو راټولول او له قطر، ایران، سعودي عربستان، ترکیې او متحده عربي اماراتو سره د تفاهم لیکونو د لاسلیک تعقیبول، دغه وزارت له خپلو مهمو لومړیتوبونو څخه وبلل.