المان کې یو بنسټ وايي چې دغه هېواد کې هره ورځ ۵۰۰ کسان د ځانوژنې هڅې کوي.
د المان د ژور خپګان سره د مرستې بنسټ دغه څرګندونې د ځانوژنې د مخنیوي نړیوالې ورځې په مناسبت کړي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
بلخوا د المان د ځانوژنې مخنیوي ملي پروګرام چارواکي وايي چې هر کال المان کې زرګونه کسان د ځانوژنې هڅه کوي.
د چارواکو په وینا، د ۲۰۲۳کال پرمهال المان کې ۱۰زره او ۳۰۴ کسان ځانوژنې کړې چې دغه شمېر د تېرکال په پرتله ۱۸۴ پېښې زیاتې ښيي.
ډېری ځانوژنې، د موټرو ټکر، د تاوتریخوالي او نشهيي توکو کارونې له امله رامنځته شوې دي.
المان کې د ښځو په پرتله نارینه د ځانوژنې هڅې کوي.
المان کې د ځانوژنې اړوند دغه معلومات د یوې څېړنې او ارزونې په پایله کې ترلاسه شوې دي.
په ورته مهال المان کې یادو بنسټونو د ځانوژنې پېښو زیاتېدو له امله اندېښنه ښودلې او د ځانوژنې مخنیوي لارو چارو پر دودولو او پليکولو یې، ټینګار کړی دی.