«دوی نه‌شي کولای چې ما دلته وساتي، ۴۵ ورځې مې چې پوره شي؛ زه ازاده يم چې لاړه شم، خو دا چې له مېړه مې کومه وېره لرم، ځای نه‌لرم، کار نه‌لرم، نه‌شم کولای له دغه ځايه لاړه شم. څه به کېږي؛ د سړک پر سر پاتې کېږم. هېڅ کور او سرپناه نه‌لرم. یا د مېړه له وېرې چې بېرته مې و‌ نه‌نیسي، ډېره اندېښمنه یم.»

دا د ۲۹کلنې راحیلې «په مستعار نوم» خبرې دي چې له تېرو درېوو میاشتو راهیسې خپلو درېوو ماشومانو سره د کابل ښار د روږدو ښځو او ماشومانو د درملنې ۱۵۰ بسترييز روغتون کې بستر دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دا دویم ځل دی چې نوموړې د نشه‌يي توکو کارونې ته مخه کوي. هغه د خپل روږدي خاوند له‌خوا اړ شوې چې نشه‌يي توکي وکاروي.

راحیله د بامیان اوسېدونکې ده او له تېرو څلور کلونو راهیسې کابل کې ژوند کوي. که څه هم دغه روغتون کې د روږدو مېرمنو د درملنې موده ۴۵ ورځې ده، خو له دې امله چې دا سرپناه نه‌لري، له تېرو درېوو میاشتو راهیسې له خپلو ماشومانو سره یوځای دغه روغتون کې اوسېږي.

د کابل ښار د دولسمې ناحیې اړوند سیمه کې د روږدو مېرمنو او ماشومانو د درملنې ۱۵۰ بستریز روغتون کې د هغو مېرمنو درملنه کېږي چې پر نشه‌يي توکو اخته وي. دا مهال دغه روغتون کې یوازې د ۹۲ روږدو مېرمنو درملنه کېږي چې د ځینو مېرمنو ماشومان هم دغه روغتون کې ساتل کېږي.

د مېرمن راحیلې سربېره دغه روغتون کې ګڼ‌شمېر نورې مېرمنې هم شته چې د کورني تاوتریخوالي، اقتصادي ستونزو او د ژوند د نورو ناخوالو له امله یې، د نشه‌يي توکو کارونې ته مخه .

۴۸کلنه نرګس چې دا یې مستعار نوم دی، له څلور کلونو راهیسې نشه‌يي توکي کاروي. نرګس اوس په دغه روغتون کې له خپلې پېغلې لور سره یوځای چې هغه هم روږدې شوې،، بستر ده.

نرګس د خپلې کورنۍ یوازینۍ سرپرسته ده او د درملنې موده یې هم مخ پر بشپړېدو ده، وېره لري چې د وزګارتیا له امله به بېرته د نشه‌يي توکو کارونې ته وروګرځي.

نرګس وویل: «کور کې  بل کاریگر نه‌لرم؛ زه خپله کار کوم. د اولادونو خرچ  خپله پوره کوم. خپله هم پر نشه‌ روږدې یم. مېړه مې هم روږدی دی او اولادونه مې هم پر دغه لوگي کې روږدي شوي. یوه میاشت دوه میاشتې مواد نه‌کاروم؛ خو چې نور ووينم، کاروي یې او لوګي پرې کوي، بېرته اعتياد ته مخه کړم. شخصا زه که له دغه ځايه ووځم، باید یو مصروفیت ولرم، څو بیا اعتیاد ته مخه نه‌کړم او ویې نه‌کاروم.»

له کابل سربېره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو په ځانګړې توګه لروپرتو سیمو کې هم یو‌شمېر مېرمنې پر نشو روږدې دي، خو د درملنې لپاره یې، لاهم هڅې نه‌دي شوي.

سامعه چې د هرات د گذرې ولسوالي اوسېدونکې ده او له تېرو څو کلونو راهیسې پر نشو اخته شوې، له سرپرست حکومت غواړي چې د نوموړې د درملنې زمینه برابره کړي. «واده مې کړی کورنۍ ستونزې مې ډېرې دي. په کور کې څه نه‌لرو، زه هم مواد کاروم، له دولته دا غواړم چې له موږ سره مرسته وکړي، څو کاله کېږي چې پر اعتیاد روږدې یم، د دولت له لوري مو هېڅ مرسته نه‌ده ترلاسه کړې.»

د هرات د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مطبوعاتي مسووله نريمان شهيدزاده، سلام‌وطندار وويل، په دغه ولايت کې پر نشه‌یي توکو د روږدو شويو مېرمنو شمېر کم دی. «د ښځو په برخه کې معتادینې ښځې کمې دي. کله چې موږ معتادین راټولو یا درملنه یې کوو له ۲۰۰ تر ۳۰۰ مېرمنې وي یا تر هغې زیاتې  ۵۰۰ وي. په ورځني توگه چې موږ یې راتولوو ۱۰۰، ۵۰ تر ۸۰ تنو پورې رسېږي.»

که څه هم پر نشو د ښځو اخته‌کېدل، بېلابېل لاملونه لري، خو کابل کې د روږدو ښځو او ماشومانو د درملنې ۱۵۰ بستريز روغتون مشره ډاکټر شايسته حکيم بیا کورني تاوتریخوالي، جنسیتي تبعیض او دې ته ورته نورې ناخوالې، هغه لاملونه بولي چې له کبله یې، مېرمنې او نجونې نشو ته مخه کوي.

د دې ترڅنګ مېرمن حکیم وايي، له ۶۶ تر ۷۰ سلنې پورې مېرمنې د کور او سرپناه د نه‌شتون او دا چې سرپرست حکومت د دوی ستونزو ته رسېدنه نه‌شي کولی، د دویم او درېیم ځل لپاره د نشه‌یی توکو کارولو ته ورګرځي.

هغې وویل: «اعتیاد خپله یو بعد نه‌لري، څو بعده سره یوځای کېږي، کورني تاوتریخوالی دی چې مېړه یې معتاد وي، ښځه جبرن پر نشه‌يي توکو روږدې کوي. د دې لپاره چې ورڅخه لاړه نهشي. ځینې کورنۍ دي چې تبعیض دي په‌کې د ښځو، نجونو او هلکانو ترمنځ، اقتصادي ستونزې دي، ټولنیزې ستونزې دي چې دوی په ټولنه کې نه‌منل کېږي. دا هغه لاملونه دي چې دوی اعتیاد ته مخ کړي.  کډوالي خپله یو هغه لامل دی چې دوی اعتیاد ته اړ کوي.»

بل‌خوا ارواپوهان پر دې باور دي چې پر نشه‌یي توکو روږدې مېرمنې او کسان تر ذهني فشار لاندې وي. د دوی په وینا، هغه مېرمن چې نشه‌یي توکي کاروي، نه‌یوازې دا چې کورنۍ او ټولنه کې د اړیکو له‌منځه تلو لامل کېږي؛ خلک هم ورته په سپکه ګوري.

ارواپوه عالیه عثماني سلام‌وطندار ته وویل: «د نشه‌يي توکو کارول د دې لامل کېږي چې د مېرمنې لپاره په راتلونکو کې ناوړه پایلې ولری. هغه مېندې چې د امېندوارۍ پر وخت نشه‌یي توکي کاروي، د دې لامل کېږي چې ماشومان یې، ټولنه کې له ټولنیز او عاطفي پلوه په اړیکه کې له ستونزو سره مخ شي. هغه ځوانې نجونې چې پر نشه‌یي توکو روږدې وي، د دوی پر ژوند او راتلونکي منفي اغېز پرې باسي، ټولنه کې د نفرت وړ ګرځي، هېڅ کورنۍ او هېڅ هلک نه‌غواړي چې ورسره واده وکړي، ځکه د دوی له ناوړه پایلو څخه خبر وي چې دوی اړیکو ته زیان اړوي.»

د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي د نړیوالو سازمانونو او بنسټونو په مرسته هڅه کوي، هغو سیمو کې چې روږدي شتون لري، د درملنې لپاره یې، روغتیايي مرکزونه جوړ کړي. د دوی په وینا، دا مهال هېواد ک د روږدو مېرمنو د درملنې لپاره ۱۰ روغتیايي مرکزونه ځانګړې شوې دي.

د دغه وزارت ویاند شرافت زمان وویل سلام‌وطندار ته وویل: «موږ کابل او ولایتونو کې نږدې لس داسې روغتیایی مراکز چې هغه یوازې د مېندو لپاره دي، د هغو خویندو لپاره چې هغه پر اعتیاد اخته شوي وې، د هغو ماشومانو لپاره چې هغه بر اعتیاد اخته شوي وو، ځانکړي کړل. نږدې ۵۵زره معتادینو درملنه شوې چې دغو کی د ۵زرو څخه پورته یی ښځينه وې. اوس چې کوم دقیق ارقام دي، افغانستان کې د اعتیاد په اړه باندې، د معتادینو په اړه دقیق ارقام شتون نه‌لري. ولې موږ کولای شو چې سږکال د زینو نریوالو ادارو په مرسته د معتادینو چې کوم کنفرم سروې ده، انشالله ترسره کړو.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

افغاستان کې داسې مهال د روږدو مېرمنو د درملنې لپاره هڅې کېږي چې د روغتیا نړیوال سازمان څه موده وړاندې ویلي و، دغه هېواد کې پر نشه‌يي توکو د روږدو مېرمنو شمېر ورځ تر بلې د ډېرېدو په حال کې دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام