د یو‌شمېر رسنیو د راپورونو له مخې قرغیزستان او اوزبکستان له افغانستان څخه یادو هېوادونو ته د انارو ګازلرونکو څښاک پر لېږد بندیز لګولی دی.

په راپورونو کې ویل شوي چې دغه څښاک «نوشابه» له دې امله بند کړي چې د ماشومانو روغتیا ته زیان رسوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

اوزبکستان کې بیا رسنیو خبر ورکړی چې افغانستان کې تولیدېدونکي د انارو ګاز‌لرونکی څښاک د ټيټ کیفیت له امله تر شکایتونو وروسته، د یاد هېواد دولتي ادارې یو ځل بیا دغه څښاک لابراتوارونو کې معاینه کړي دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه هېواد کې د تولیدي محصولاتو کیفیت په اړه د اندېښنو په ځواب کې وايي چې د افغانستان صادراتي محصولات د کیفیت له پلوه د ډاډ وړ دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویاند جاناقا نوید سلام‌وطندار ته وویل چې افغانستان د صادراتي محصولاتو د تولید په برخه کې د هېوادونو معیارونو او غوښتنو منلو ته چمتو دی.

نوموړي وویل: «د هېوادونو معيارونه توپير لري، کله چې دا وارزول شي چې دغه هېوادونه کوم معيارونه غواړي او زموږ د صادراتو په تړاو خپل معيارونه وړاندې کړي، نو افغاني شرکتونه چمتو دي چې خپل محصولات د همدغو معيارونو له مخې جوړ کړي.»

د افغانستان د صنعت‌کارانو ټولنه بیا وايي، هغه توليدي شرکتونه چې صادراتي توکي توليدوي، د محصولاتو کيفيت ته دې پام وکړي، څو وکولای شي په بهرنيو بازارونو کې د نورو هېوادونو له سوداګريزو محصولاتو سره سيالي وکړي.

د افغانستان د صنعت‌کارانو ټولنې ویاند احسان‌الله احساس سلام‌وطندار ته وویل: «زه په ډاډ سره ویلی شم چې د افغانستان تولیدات ښه کیفیت لري او د افغانستان صنعت‌کارانو ټولنې او مسوولانو غواړم چې د تولیدي محصولاتو کیفیت ته پام وکړي.»

د اقتصادي چاروکارپوهان د افغانستان د صادراتي توکو کيفيت ته په پاملرنې د ټينګار ترڅنګ وايي، د سوداګريزو محصولاتو کيفيت او ترکيب په اړه د هېوادونو اندېښنې د هېواد اقتصاد او سوداګرۍ ته زيان رسولى شي.

د اقتصادي چاروکارپوه ظاهر بهزاد وویل: «قرغزستان د افغانستان ګاز‌لرونکي انارو څښاک پر لېږد بندیز لګولی چې دا کولای شي د افغانستان پر صادراتو په ځانګړې توګه د انارو څښاک پر تولید او صادراتو منفي اغېز وکړي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

افغانستان په دې وروستيو کلونو کې د ګازلرونکي څښاک د توليد په برخه کې یوشمېر لاسته راوړنې لري او په دې برخه کې د افغانستان محصولات د امريکا بازارونو ته هم صادر شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام