د شل اووره سیالیو نړیوال جام د اتو غوره لوبډلو پړاو له ۱ ګروپ څخه افغانستان سبا یکشنبه، جون ۲۳مه له خپل سیال اسټرالیا سره لوبه کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه یک‌شنبه، جون ۲۳مه د افغانستان پر وخت سهار ۵ بجې پیل شي. اسټرالیا په دغه ګروپ کې په یوې بریا لومړی او افغانستان بیا په یوې ماتې درېیم ځای کې دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د اتو غوره لوبډلو پړاو کې لوبېدونکې لوبډلې په دوو ګروپونو وېشل شوي چې ۱ ګروپ کې افغانستان، هند، اسټرالیا او بنګله‌دېش او  ۲ ګروپ کې بیا سوېلي‌افریقا، انګلستان، وېسټ‌انډیز او امریکا یوځای دي.

افغانستان یوازې یو وار په شل اووره نړیوال جام کې له اسټرالیا سره مخ شوی چې دغه لوبه یې د څلور منډو په تېر بایللې.

افغانستان داسې مهال له اسټرالیا سره د شل اووره سیالیو نړیوال جام کې لوبېږي چې له دې وړاندې د اسټرالیا کرېکټ بورډ له افغانستان سره لوبلړۍ لغوه کړې.



د اسټرالیا کرېکټ بورډ افغانستان سره د سیالیو یادې لوبلړۍ د سیاسي لاملونو له امله ونه‌کړې چې ورسره یو‌شمېر افغان لوبغاړو د یاد هېواد کرېکټ لیګ کې له لوبېدو هم ډډه وکړه.

د شل اووره سیالیو نړیوال جام د اتو غوره لوبډلو پړاو له ۲ ګروپ څخه بېګاه سوېلي‌‌افریقا په یوې په زړه پورې لوبه کې انګلستان ته ماته ورکړه او دې پړاو کې یې دویمه پرله‌پسې بریا خپله کړه.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

له دغه ګروپ نن سهار بیا وېسټ‌انډیز لوبډلې امریکا ته په یوه اړخیزه توګه سخته ماته ورکړه.چ

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام