Asset 1SWN

لوګر کې له روغتون غلا شوی ماشوم بېرته خپلې کورنۍ ته وسپارل شو

لوګرصص

د لوګر امنیه قومنداني چارواکي وایي، د څرخ ولسوالي له روغتون څخه هغه نوی زېږېدلی ماشوم بېرته خپلې کورنۍ ته سپارل شوی چې له یاد روغتون غلا شوی و.

د دغه ولایت امنیه قومنداني ویاند احمدالله انس سلام‌وطندار ته وویل، امنیتي ځواکونو دغه ماشوم له غلا څو ساعته وروسته، د څرخ ولسوالۍ په «پنګرام» کلي کې له یوه کوره پیدا او بېرته یې خپلې کورنۍ ته سپارلی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه زیاته کړه، د پېښې په اړه د څرخ ولسوالي روغتیایي کارکوونکي او یوشمېر نور کسان د امنیتي ځواکونو تر څېړنو لاندې دي او ژر به هغه کسان ونیول شي چې یاد ماشوم یې له روغتون څخه غلا کړی و.

خو نوموړي دا نه‌دي ویلي چې دغه ماشوم د څه لپاره او څنګه غلا شوی و.

د څرخ ولسوالي یوه اوسېدونکي حاجي محمدرسول سلام‌وطندار ته وویل، امنیتي ځواکونه دې دغه پېښه په جدي توګه وپلټي او هغه کسانو ته دې سزا ورکړي چې له روغتون څخه یې نوی زېږیدلی ماشوم غلا کړی.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د نوموړي په وینا، په ډېری سیمو کې مېندې نالوستې دي، که روغتیايي کارکوونکي د نویو زېږیدلو ماشومانو خوندیتوب برخه کې خپل مسوولیت په سمه توګه ادا نه‌کړي، ورته پېښې به ډېرې شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام