د چین د  ځیرک ګرځنده موبایلونو د جوړولو شرکت «رییل‌مي» وايي چې د یاد شرکت د جوړېدو راهیسې یې تر دې مهاله څه باندې دوه میلیونه ځیرک ټیلیفونونه بازار ته وړاندې کړې دي.

رییل‌مي شرکت د چینايي برښنايي وسایلو د تولید «بي‌بي‌کې» کمپنۍ پورې تړاو لري چې دغه ستره کمپنۍ د اوپوو او ویوو «Oppo & Vivo» ځیرکو موبایلونو برانډونه هم لري.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

رویټرز خبري اژانس نن دوشنبه نومبر ۲۷مه په یوه راپور کې ویلي چې ریل‌مي د نړۍ د موبایلونو تولید برخه کې پنځم ستر شرکت دی چې په دومره موده کې ورته موبایلونه بازار ته وړاندې کوي.

سامسونګ، هواوې، ویوو او اپل څلور هغه شرکتونه و چې له دې کمه موده کې یې دومره شمېر موبایلونه بازار ته وړاندې کړې دي.

په راپور کې ویل شوي چې تراوسه په ټوله کې نړۍ کې یوازې ۱۴ شرکتونو له ۲۰۰ میلیونه ډېر موبایلونه تولید کړې دي.

د رییل‌مي شرکت د بازارموندنې مدیر ژي کیو رویټرز ته ویلي: «موږ داسې مهال خپل کار پیل کړ چې نړۍ کې د موبایلونو د تولید برخه کې څه باندې ۷۰۰ شرکتونو کار کاوه. دا د وړیا ځای دی چې موږ تېرو پنځو کلونو کې د نړۍ لسو غوره برنډونو کې ځای پیدا کړو.»

د کونټرپونډ څېړنیز بنسټ د معلوماتو له مخې، په ۲۰۱۷ کال کې نړۍ کې د ځېرک او نورو موبایلونو ۷۰۰ شرکتونو فعالیت درلود چې ډسمبر میاشت کې دغه شمېر ۲۵۰ شرکتونو ته راښکته شوی دی.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

ریل‌مي همداراز د خپل نوی «رییل‌مي جي‌ټي ۵ پرو» موبایل څخه هم پرده پورته کړې چې په وروستۍ ټکنالوژۍ سمبال دی او د نورو کمپنیو له وروستي ماډل ځېرکو موبایلونو څخه سیالي کوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام