د سپټمبر اوومه او د وږي شپاړلسمه، د پاکې هوا نړیواله ورځ ده. خو افغانان د دې ورځې له را رسېدو سره سم په ښار کې له ککړې هوا شکایت کوي او وايي، مسوولان ورته لازمه پاملرنه نه کوي او له خلکو یې د پاکې هوا د تنفس کولو حق اخیستی دی.
د کابل ښار د خیرخانې کوتل اوسېدونکی امینالله وايي، ډېرو دوړو او خاورو تر پوزې رسولی او ماشومان او د کورنۍ نور غړي یې د ککړې هوا له کبله ناروغان شوي دي.
د کابل ښار اوسېدونکی محمدموسی وايي، د هوا ډېر ککړوالي له کبله تل ماسک کاروي. هغه زیاتوي: «په کور کې د خاورو له لاسه کېناستلی نهشوو. ډېر په تکلیف یوو، ان سهار وختي چې له خوبه پاڅېږو، پر سترګو مو خاورې ناستې وي.»
د کابل ښار یو بل اوسېدونکی نوراغا وايي چې د واټونو خاموالي او د موټرو دود د ښار هوا ککړه کړې او د کابل اوسېدونکي یې له ډېرو ستونزو سره مخامخ کړي دي.
په همدې حال کې د چاپېریال ساتنې برخې کارپوهان وايي، د خلکو د امنیت او سلامتیا خونديتوب لپاره باید د هوا ککړوالي لاملونو ته پام او ترې څارنه وشي.
د چاپېریال ساتنې برخې کارپوه باسط رحماني وايي چې د هېواد د ښارونو هوا د وچکالۍ دوړو او د پلاسټیکي توکو سوځېدو ککړه کړې ده. نوموړی زیاتوي: «افغانستان کې د پاکې هوا نشتون دوه لاملونه لري. لومړی هغه دښتې چې مخکې شنې وې، خو د نه مدیریت له کبله وچې شوي او دوړې او خاورې را پورته کوي. همدارنګه، د پلاسټیکي توکو سوځول یې بل لامل دی.»
د سلاموطندار پښتو برخه دلته وڅارئ
خو د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سرپرست خافظ عزیزالرحمان وايي، تېر کال د هوا ککړتیا د مخنیوي او د ښارونو شنه کولو په موخه ۳۴ ملیونه نیالګي کېنول شوي دي.
هغه زیاتوي: «د ربړ او ټایر سوځول، د واټونو او لارو خاموالی، د شنه چاپېریال او منظم عامه ټرانسپورټ نشتون، د وګړو ډېر شمېر او وچکالي د هوا ککړتیا اصلي لاملونه دي. موږ د پاکې هوا برابرولو لپاره د څارنې یوه ګډه کمېټه جوړه کړې ده.»
د یادونې ده چې پرلهپسې وچکالي د دوړو او په اوړي کې د هوا ککړتیا لامل شوې او د پلاسټیکي توکو د سوخت دود هم په ژمي کې د پلازمېنې کابل په ګډون، د هېواد د لویو ښارونو هوا ککړه کړې ده.