د هېواد په ځینو ګرم‌سېرو ولایتونو کې زده‌کوونکې وايي چې له نږدې دوو کالونو راهیسې د ښوونځیو دروازو بېرته پرانېستلو ته شېبې شماري.

الهام چې د نیمروز اوسېدونکې ده او لسم ټولګي کې یې زده‌کړې کولاې، وايي، دا چې د ورور په شان ښوونځي ته نشي تللی، اندېښمنه ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړې په وینا، که ښوونځي ته تللې وه، اوس به یې پای ته رسولی او د کانکور ازموینې لپاره به یې چمتووالی نیوه. هغې سلام‌وطندار ته وویل چې تېرو دوو کلونو کې ورته روانې ستونزې پیدا شوي او ژوند یې تریخ شوی دی.

د کندهار اوسېدونکې بنفشه بیا وايي، د ښوونځیو تړل کېدل لامل شوي چې نجونې زده‌کوونکې خپلې هیلې او راتلونکی له لاسه ورکړي.

هغې زیاته کړه چې له شپږم تر دولسم ټولګي پورې نجونې زده‌کوونکې په کور دي او روانې ستونزې ورته پیدا شوي دي. بنفشه وايي، غواړي زده‌کړې وکړي او د ښوونځیو دروازې باید ژر تر ژره پرانېستل شي.

د فراه یوه اوسېدونکې فاطمې هم سلام‌وطندار ته د ورته ستونزې یادونه وکړه. هغې وویل، غوښتل یې راتلونکې کې ډاکټره شي او خلکو ته خدمت وکړي، خو دغه هیله یې له لاسه ورکړه.

نوموړې له اسلامي امارت غواړي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کوونکو پر مخ د ښوونځیو دروازې بېرته پرانیزي.

بل‌خوا د اسلامي امارت ویاند ذبېح‌الله مجاهد له یوې رسنۍ سره په مرکه ویلي چې د نجونو زده‌کوونکو د ښوونځیو بېرته پرانېستلو پرېکړه د اسلامي امارت مشرتابه پورې اړه لري.

د نوموړي په وینا، ځینې شرعي ملاحظات شته چې د ستونزو د هواري لپاره یې د علماوو کمېټه پر کار بوخته ده.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې د هېواد په سړو سیمو کې نوی ښوونیز کال د وري میاشتې په لومړۍ نېټه پیلېږي، خو ګرمو ولایتونو لکه هلمند، فراه، نیمروز، کندهار، ننګرهار، خوست او لغمان کې بیا نوی ښوونیز کال د سنبلې په ۱۵مه پیلېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام