Asset 1SWN

روزګان کې یوه کس خپله مېرمن په وهلو ډبولو وژلې

تصوير

 روزګان کې یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط سلام‌وطندار ته ویلي، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې بېګاه شپه یوه کس خپله مېرمن په وهلو ډبولو وژلې ده.

سرچینې زیاته کړې چې یادې مېرمنې ولایتي روغتون ته تر رسېدو وروسته د ټپونو له امله ساه ورکړې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د سرچینې په وینا، دغه مېرمن د خپل خاوند له لوري وهل ډبول شوې وه چې پر بدن یې د ژورو ټپونو نښې هم لیدل کېده او د وینې د ضایع‌کېدو له امله یې روغتون کې ساه ورکړه.

بل‌خوا د روزګان د امنیې قومنداني مسوولان هم دغه پېښه تاییدوي. د دغه ولایت د امنیې قومندان حافظ موبین سلام‌وطندار ته ویلي چې قاتل نیول شوی او دا مهال ترې څېړنې روانې دي.

حافظ موبین زیاتوي، که څه هم د یادې ښځې خاوند د خپلې مېرمنې د وژلو پړه پر غاړه نه مني، خو د نوموړي په وینا، دوی ډاډمن دي چې دغه کس خپله مېرمن په وهلو او ډبلو وژلې ده.

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې له دې وړاندې هم دغه ولایت کې ورته پېښې رامنځته شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام