هېواد کې د وچکالۍ ناورین د ژورېدو په اړه د اندېښنو په لړ کې د میدان‌وردک ځايي چارواکي دغه ولایت کې د وچکالۍ له امله د مېوو د حاصلاتو کمېدو څخه خبر ورکوي.

د میدان‌وردک د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس عبدالجبار خالد سلام‌وطندار ته ویلي چې د تېرو کلونو په پرتله سږکال د دغه ولایت د مرکز میدان‌ښار او یوشمېر ولسوالیو کروندګر او بڼوال وچکالۍ سخت ځپلې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي وویل: «د میدان وردګ شاوخوا ۴۰ سلنه د مېوو حاصلات د وچکالۍ له امله راکم شوي دي. کرنې او مالدارۍ ریاست او همکارو موسسو له لوري له بڼوالو سره مرسته شوي او هڅه کوو چې دغو مرستو ته دوام ورکړو.»

خو نوموړی کروندګرو او بڼوالو ته ډاډ ورکړ چې هرڅه ژر به وچکالۍ ځپلو کورنیو سره مرستې وکړي.

د میدان‌وردک یوشمېر اوسېدونکي هم وايي، د وروستۍ وچکالۍ له امله دغه ولایت کې د اوبو کانالونه او چینې وچې شوي او ان یوشمېر سیمو کې د څښاک اوبو څاګانو هم اوبه لاسه ورکړي دي.

د دوی په وینا، دامهال ډېری باغونه او کرنیز فصلونه د اوبو نشتون له امله د له‌منځه تلو په حال کې دي او حکومت دې وچکالۍ ځپلو کورنیو او بڼوالو سره بیړنۍ مرستې وکړي.

دوی اسلامي امارت څخه غواړي چې دغه ولایت کې ژورو څاګانو څخه د لمریزې برېښنا په وسیله د اوبو راېستو لړۍ ودروي.

د میدان‌وردک د اطلاعاتو او فرهنګ رییس صفي‌الله راید سلام‌وطندار ته ویلي چې ولایتي اداره هڅه کوي، څو د وچکالۍ له امله زیانمنو شویو سیمو ته مرستې ورسوي او هغه باغونه وژغوري چې دامهال د وچېدو ګواښ سره مخ دي.

هغه وویل: «د میدان‌وردک کرنیز فصلونه او باغونه له سختې وچکالۍ سره مخ شوي. ډېری سیندونه او کانالونه وچ شوې دي. خلک اوس بوخت دي چې ژورې څاه‌ګانې وباسي او خپل باغونه اوبو کړي چې دغه څاه‌ګانې هم د خلکو په ګټه نه‌دي او د اوبو سطحه ښکته کوي.»

میدان‌وردک کې د وچکالۍ له امله د مېوو حاصلات کمېدو څرګندونې داسې مهال دی چې ګڼو نورو ولایتونو کې هم د اوبو سطحه ټيټه شوې او د خپلسره ژورو څاه‌ګانو له امله د ځمکې لاندې اوبه ورځ تربلې مخ پر ښکته کېدو دي چې کرنیزې چارې یې ننګونو سره مخ کړې دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د راپورونو پربنسټ، افغانستان د اقلیمي بدلون جدي ننګونو سره مخ دی او ښايي راتلونکې کې افغانان د وچکالۍ لا زیاتو ستونزو سره مخ شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام