په کونړ ولایت کې امنیتي سرچینې وايي چې پاکستاني ملېشو د ډیورنډ فرضي کرښې له هغې غاړې د کونړ پر ناړۍ ولسوالي له تېرو دوو شپو راهیسې سخت راکېټي بریدونه کړي چې د ګڼو مالي زیانونو ترڅنګ یې ځاني زیان هم اړولی دی.

له یاد ولایت څخه یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط سلام‌وطندار ته ویلي چې بریدونه د ناړۍ ولسوالۍ په (شینېګر او شاه‌مسیر) کلیو باندې شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د سرچینې د معلوماتو له ‌مخې، په دغو بریدونو کې د شاه‌مسیر کلي یوه شپږ کلنه نجلۍ «عاصمه» سخته ټپي شوې او ګڼ‌شمېر خلکو ته یې مالي زیانونه اړولي دي.

له کونړه یوه بله ځایي سرچینه بیا وايي، په یادو بریدونو کې د سیمې د خلکو ګڼ‌شمېر څاروي هم له منځه تللي دي. خو بل لور ته بیا د کونړ د اطلاعاتو او کلتور رییس نجیب‌الله حنیف، دغه ادعاوې ردوي او په وینا یې، په دغه ولایت کې هېڅ ډول پېښه نه ‌ده شوې.

د سرچینو په خبره، د کونړ ځايي مخورو، فعالانو او خبریالانو ته هم اجازه نه ورکول کېږي، څو د ناړۍ ولسوالي له یادو سیمو څخه لیدنه وکړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا لومړی ځل نه دی چې پاکستاني ملېشه پر کونړ یا ډیورنډ فرضي کرښې ته پر ورڅېرمه ولایتونو راکېټي بریدونه کوي، بلکې له دې وړاندې یې هم په ځلونو دغه ډول بریدونه او حتا هوايي بمبارۍ او پوځي عملیات کړي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام