د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکي وايي، وروسته له دې به د کانونو د استخراج تړون یوازې هغو شرکتونو ته ورکول کېږي چې د موادو د پروسس ماشینري ولري او هېواد کی دننه یې پروسس کړي.
د دوی په وینا، په دې کار سره به خلکو ته کاري فرصتونه برابر او بهرني هېوادونه ونشي کولای، د افغانستان د کانونو مواد پر خپل نوم نورې نړۍ ته صادر کړي.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند مفتي عصمتالله برهان وایي، د شلو وړو کانونو تړونونه چې تېر حکومت کړي و، له ځینو اصلاحاتو وروسته د اجرا په موخه بېرته قرارداد کوونکو ته سپارل شوي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دی وایي، د ۱۹ لویو کانونو کار اعلان او داوطلبۍ ته چمتو شوي او د ۱۶ وړو کانونو د اعلان پروسه بشپړه شوې او راتلونکې اوونۍ به داوطلبۍ ته وړاندې شي.
برهان ډاډ ورکوي چې اسلامي امارت په خپل سر د کانونو د کیندنې او د استخراج شویو توکو د لېږد مخه نیولې ده.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند زیاتوي، د اسلامي امارت په راتګ سره د چین «امسيسي» کمپنۍ او نورو چینایي چارواکو چمتوالی ښودلی چې د مسعینک کان د استخراج تړون چې پخواني حکومت سره یې کړی وو، عملي کړي.
هغه وویل، د راتلونکي کال د حمل میاشتې په وروستیو او یا هم د ثور په لومړیو کې به چینایي پلاوی کابل ته سفر ولري او په دې اړه به ورسره خبرې وشي. خو دی هم «امسيسي» کمپنۍ ته د پخواني حکومت لخوا د وړاندې شویو څلورو شرطونو په عملي کولو ټینګار کوي.
نوموړي وویل: «پروسس یې باید افغانستان کې وشي چی په دې سره به ډېرو هېوادوالو ته کاري زمینې برابرې شي. بل دا چې ۴۰۰ میګاه واټه د برښنا د تولید اسټېشن چې مونږ وایو باید جوړ یې کړي او سړک چې دوی منلی هم و، باید ورته جوړ یې کړي. د رېل پټلۍ ده، نو که دوی دا ومني، د اسلامي امارت لهخوا دوی ته ډاډ ورکړل شوی دی.»
ورته وخت کې د اقتصادي چارو ځینې کارپوهان د کانونو د استخراج پروسې پیل د هېواد په ګټه بولي خو په وینا یې، دا چاره باید رڼه وي. د اقتصادي چارو کارپوه شهاب علي شهاب وایي، په اوسنیو شرایطو کې د سترو کانونو استخراج ته زمینه نهده برابره او باید په دې اړه له جدي احتیاط څخه کار واخیستل شي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې د رپوټونو پر اساس، افغانستان د کانونو او طبيعي زېرمو له اړخه د نړۍ د بډایه هېوادونو له ډلې شمېر کېږي.