له تېرو څو ورځو راهیسې په پرلهپسې توګه د جلالاباد ښار په بېلابیلو سیمو کې چاودنې او د ناڅرګندو وسلهوالو له لوري د یوشمېر کسانو وژل کېدو اندېښنې زیاتې کړې دي. همدا نن سهار د جلالاباد ښار د لومړۍ ناحیې اړوند «پښتونستان واټ» ته نږدې په يوه ګلدان کې ځای پرځای شوی ماین هغه مهال چاودلی چې طالبان له سیمې تېرېدل.
سرچنې وایي، په دې پېښه کې یو کس وژل شوی او اووه نور ژوبل دي. د معلوماتو له مخې، وژل شوی کس طالب او د ټپیانو په ډله کې د جلالاباد ښاروالي یو کارکوونکی او پاتې نور ملکيان دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د جلالاباد ښار اوسېدونکي له مسوولو چارواکو غواړي چې د حالاتو ښهوالي په موخه لاس په کار شي. د دوی په وینا، د ناامنیو زیاتوالی نه یوازې له روحي اړخه خلک ځپي، بلکې پر کاروبار یې هم ناوړه اغېز لري.
د جلالاباد ښار اوسېدونکي وزیراحمد او عبدالله وايي، له تېرو پنځو ورځو راهیسې په ننګرهار کې چاودنې او هدفي وژنې زیاتې شوي چې خلک یې اندېښمن کړي دي. د دوی په وینا، حکومت باید د دغو پېښو مخه ونیسي؛ ځکه په وینا یې، که داسې ونه کړي، د اوس او تېر وخت ترمنځ هېڅ توپیر نه پاتې کېږي.
د ننګرهار اوسېدونکي وايي چې په وروستیو کې کاروبار نشته او خلکو له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او طالبان باید هڅه وکړي چې خلکو ته ډاډ ورکړي.
هڅه مو وکړه چې په ننګرهار کې د وروستیو پېښو په اړه د چارواکو نظر هم واخلو، خو بریالي نه شوو.
خو د طالبانو د فرهنګي څانګې یو غړی بلال کریمي مني چې په جلالاباد ښار کې ځينې پېښې شوي، خو ډاډ ورکوي چې د مخنیوي لپاره به یې جدي هڅې وشي.
طالبانو په ننګرهار کې د امنیتي پېښو له زیاتېدو سره هممهاله د امنیت د ټینګښت لپاره ګزمې او پلټنې هم زیاتې کړي، خو خلک وایي چې د خوندي چاپېریال برابرولو په موخه دې لا ډېرې هڅې وشي.