د بهرنیو چارو وزیر محمدحنیف اتمر وايي چې د سولې پروسې په برخه کې سیمهييزه اجماع پر خپل ځای ده او هېڅ هېواد نه غواړي چې د طالبانو امارت بیا راشي.
نوموړي چې نن ملت ته د دولت حسابورکونې په غونډه کې خبرې کولې وویل، د سیمې هېوادونه او نړیواله ټولنه د طالبانو امارت مخالف او د جمهوري نظام پلوي دي؛ ځکه په وینا یې، جمهوریت نه یوازې د نړیوالو لپاره یو ارزښت دی، بلکې په ګټه یې هم دی.
حنیف اتمر وايي چې د بهرنیو چارو وزارت لومړۍ دنده په هېواد کې د جګړې پای ته رسول او د سولې راتګ دی.
د نوموړي په وینا، پنځلسو اسلامي هېوادونو په افغانستان کې روانه جګړه حرامه بللې ده.
د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې د اقتصادي ډیپلوماسي، برښنا، سوداګرۍ، پانګونې او د افغانستان لپاره د بهرنیو مرستو را جلبولو ډیپلوماسي په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې لري.