Asset 1SWN

ناپېژنده وسله‌والو په کاپیسا کې دوه پولیسې ټپیانې کړي

058F1A3C-788B-43F5-B834-39AD40F3D353_cx7_cy10_cw83_w1200_r1-270x152

په کاپیسا کې امنیتي مسوولان وايي چې پر موټرسایکل سپرو کسانو په ډزو کې دوه پولیسې ټپیانې شوې دي.

د کاپیسا د امنیې قومانداني د رسنیو دفتر مسوول عبدالشایق شورش سلام‌وطندار ته ویلي چې پر موټرسایکل سپرو کسانو نن سهار شاوخوا اته نیمې بجې پر یوې رېکشا چې دغه دوه پولیسې په‌کې سپرې وې، ډزې کړې دي.

د نوموړي په وینا، دا پېښه د دغه ولایت د دویمې حصې ولسوالي په اړوند سیمه کې شوې ده.

د نوموړي د معلوماتو پر بنسټ، د دغو دوو ښځو د کاپیسا په امنیه قومانداني کې کار کاوه.

د کاپیسا د عامې روغتیا رییس محمد شعیب دانش وايي چې د یادو ښځو له ډلې یوه یې امیندواره ده.

هغه ویلي، ډاکټران هڅه کوي چې د یادې ښځې ماشوم وژغوري.

د کاپیسا پولیس وايي د پېښې په اړه یې څېړنې پیل کړې دي.

تر اوسه کوم چا یا ډلې د دغه برید مسوولیت نه دی منلی.

کلیدواژه‌ها: // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام