
د کابل ښار چاودنه کې دوه کسان وژل شوي
د کابل امنیتي مسوولانو د کابل د څلورمې امنیتي حوزې اړوند په «پروانسه» سیمه کې چاودنه تایید کړه.
د کابل د امنیې قومانداني ویاند خالد ځدران سلاموطندار ته ویلي چې دې چاودنه کې یو کرولا ډوله موټر په نښه شوی دی.

د کابل امنیتي مسوولانو د کابل د څلورمې امنیتي حوزې اړوند په «پروانسه» سیمه کې چاودنه تایید کړه.
د کابل د امنیې قومانداني ویاند خالد ځدران سلاموطندار ته ویلي چې دې چاودنه کې یو کرولا ډوله موټر په نښه شوی دی.

د غزني د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولان وايي، د غزنویانو سلطنت د یوه ځواکمن پاچا سلطان مسعود غزنوي قبر چې د دغه ولایت په شمالختیځ کې دی، بیارغونې ته اړتیا لري.

د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان برخې د مېکروبونو ضد او انټيبیوټیک درملو د کارونې په اړه د پوهاوي ورکولو اوونۍ په مناسبت پر ټویټر لیکلي: «د انټيبیوټیک ډېر کارول د انسانانو په بدن کې د مقاومت جوړولو لامل کېږي او افغانستان کې په بېمخینې توګه د انټيبیوټیکو کارول د انسانانو روغتیا ته ګواښ پېښوي.»

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ټولنې یا نی نن د ټلوېزیون نړیوالې ورځې په مناسبت یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې هېواد کې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته د افغانستان ۵۰ سلنه ټلوېزیونونو خپل نشرات درولي دي.
د نومبر یوویشتمه د ټلوېزیون نړیوالې ورځې په نوم یادېږي او د تېرو کلونو پر مهال به دا ورځ افغانستان کې هم په ځانګړو مراسمو نمانځل کېدله.

د کابل یوشمېر ښاریان وايي چې له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د برښنا پرچاوي زیاته شوې چې له امله یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

د پکتیا ډنډپټان ولسوالي کې له تېرو نهو ورځو راهیسې د اسلامي امارت ځواکونو او پاکستاني ملېشو ترمنځ درې ځلې پرلهپسې وسلهواله نښتې شوي دي. د یادې سیمې اوسېدونکي وايي چې د پاکستاني ملېشو له لورې د ملکیانو پر کورونو د درنو وسلو بریدونه هم شوي چې له امله یې سلګونه کورنۍ د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.

د اندونیزیا لوېدیځ جاوا ښار کې نن دوشنبه د لړم ۳۰مه د ریکټر په کچه ۵.۶ درجې زلزلې ۲۰ کسان مړه کړي او ۳۰۰ نور یې ټپیان کړي دي.

د فاریاب محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یوې نجلۍ زهر خوړلي او ژوند ته یې د پای ټکی ايښی دی.

د بغلان د امنیې قومنداني ویاند او د رسنیو برخې مسوول شېراحمد برهاني سلاموطندار ته ویلي چې دغه ولایت کې سیند ته د یوه موټر د لوېدو له امله پنځه کسان مړه او یو بل کس ټپي شوی دی.

تخار کې تولید شوي شات «عسل» د یوشمېر هېوادونو له هغې ډلې د ترکیې، چین او عربي متحده اماراتو په لابراتوارونو کې له ازمایښتونو وروسته د کیفیت او خوند له پلوه لومړی مقام ترلاسه کړی دی.

د قطر په کوربهتوب د ۲۰۲۲ فوټبال نړیوال جام سیالیو په لړ کې نن له دوو ګروپونو څخه درې لوبې ترسره کېږي.

د کندهار د سپینبولدک-چمن لار چې له یوې اوونۍ راهیسې تړل شوې وه، نن بېرته پرانېستل شوه. تېره اوونۍ دغه لاره وروسته له هغې وتړل شوه چې پر ډیورنډ کرښه د سپینبولدک-چمن دروازه کې یوه ناپېژنده وسلهوال یو پاکستانی سرتېری وواژه او دوه نور یې ټپیان کړل. دغه دروازه د پاکستان له لوري تړل شوې وه. تراوسه په رسمي توګه د دغه برید لامل نه دی معلوم.